کور / هراړخیز / پیسو له خو يې نه لیکم

پیسو له خو يې نه لیکم

د تاج رحيم ليکنه

ولے لیکم ؟
زڑه می غواڑی نو لیکم ـ پیسو له خو ئی نه لیکم ـ پختون لیونے نه دے چی په پیسو کتاب واخلی ـ زان له په دغو پیسو نسوار ولے نه اخلی چی خوند ئی په خپل زائ ولے چی شونڈه ئی پڑسیدلی وی نو پختون خو خکاری کنه ـ
زه سه لیکم ؟ چی سه می زڑه غواڑی هغه لیکم د یو رسالے ایڈیٹر راته او وے ـ دا لیک دے لگ سم کڑه هسے نه چی مُلان خپه شی ـ ما ترنه تپوس اوکڑو چی کوم مُلان؟ د مُلانو خو ڈیر قسمونه دی – اول قسم هغه دے چی د گیره خرایلو پیسے نه لری نو گیره اوساتی ـ که کلمه هم نه ورزی خو هر سوک ئی په مُلا بلی ـ بل قسم د هغو مُلیانو دے چا چی دوه سلور رُکوع زوتے کڑی وی او امامت ئی موندے وی یا ئی چرته په یو جومات قبضه کڑی وی ـ او د بے سر و پا خطبو مڑنی وی ـ دریم قسم کے د دین عالمان رازی ـ چی د بد قسمتہ، مونگ جاهلان هغوئ ته هم مُلان وائیو ـ او اول و دویم قسم مُلانو کے ئی شمیرو ـ 
زه د عالمانو د سپلو دُڑے ته هم نه رسم خو دومره جاهل هم نه یم چې د هغو په شان کې د طنز گستاخی اوکڑم ـ لیکم نو د خپل زڑه د پاره ـ ملانو لہ خو ئی نہ لیکم ۔
خپل لیک تہ کله مُسکے شم، کله وخاندم ـ د ژڑا کردارونه راته ڈیر وَر ٹکوی ــ وائی بهر باران دے او گلئ وریگی ـ هله زر شه وَر راته لر کڑه ـ نو په وَس سره ورته وَر نه لر کؤم ـ ورته می وئیلی دی چی د یو ناول لیکلو ته می نیت دے نو هلته به ئی کله نا کله لگ ساعت ته پریگدم ـ خو د کٹ پوزی طمع دے نه ساتۍ ـ د شپے میلمستیا ته ئی نه پریگدم ـ 
د ادب مشرانو د ادب هر صنف له اُصول او لارے جوڑے کڑے دی ـ او خه پاخه لیکوال د دغے اُصولو پابندی کوی ـ زه زان په لیکوالو کے نه شمیرم ـ نو د ادب د شریعت پابندی رانه نه کیگی او په دغه نیغه لاره تله راله خوند هم نه راکوی ـ لکه دَ ماشومانو په شاڑو، په پولو پٹو او په وخو کے تلل خوند راکوی ـ که کیسه شروع کڑم چی ختمیگی نو کیسه رانه په لاره کے ورکه وی ـ او که بل سه په لیک شم نو بیا ئی پخپله نه پیژنم چې دا چائ ده، قهوه ده، شومبلې دی، او که شیربت دے ـ چی خوند او ذائقه پکے وی نو سوک خو به ئی سکی ـ
پوهه او گران لوستونکی رانه گله کوی چی زما اِملا سمه او اَپ ٹو ڈیٹ نه وی ـ نو سه وکڑم ـ پنزه شپیته کاله مخکے می تر دویم جُمات پختو وئیلے وه ـ او بیا ورباندے پنزوس کاله بلَسیدلے نه یم اوس په دے عمر کے راله یوسکول هم په دریم جُمات کے داخله نه راکوی ـ وائی ماشومان به درپورے خاندی ـ
په دے پنزه شپیته کاله کے د پختو په اِملا کے ڈیره ترقی شوے ده ـ د افغانستان پوھانو ورلہ ملاسته ”ے“   کینولے ده او د ”ی“ لاندے ئی ورته چخچی ”ې “ ٹومبلی دی چی وه نه غورزیگی ـ ”نڑ“ په زائ ”ڼ“ چی د دوه حرفو، نه یو خه دے ـ د لیکونکی په دوه حروف لیکلود هغه قیمتی وخت ضائع کیگی ـ نور ٹکی لکه خ او ښ، ز او ځ، ګ او ږ ئی په خپل حال پریخودی دی چې مشرانو داسے لیکلی دی نو درست دی ـ خو په بلا ٹکو ئی قدغن لگولے دے چی پښتو به پختو نه لیکے، خبر به ښبر نه لیکے ـ د یو اواز دوه حرفو کے د هر ٹکی د پاره فرق ساتل زما د پاره گران دی ـ د لر او بر عالمانو ڈیره خواری کڑے ده او خپل ٹول عالمانه قوت ئی په یوه ی لگولے دے ـ د ناستے نه پاسول او کینول او بیا ورته موگی ٹومبل سه اسان کار خو نه دے ـ نو په دے رفتار دهر نسل عالمان د یو یو ٹکی سره که خواری وکڑی نو ڈیر زر به که خیر وی یو پنزہ شپگ نسلو کے د پختو الف ب ترقی وکڑی او د ترقی یافته ژبو مقابل کے به راشی۔ 
زما د زدَه کڑے رفتار د لر او بر د عالمانو همره تیز نه دے نو خبر نه یم که په دریم جُمات کے داخل شوم نو اِملا به می اَپ ٹو ڈیٹ شی او که نه ـ ماته او هم تاسو ته اسانه دا ده چی زه به خپلہ کلی واله پختو پہ اردو کے لیکم او تاسو ته چی سه رنگ درست خکاری لوستے ئی شئ ـ او زه به په دریم جمات کے د داخلے نه او د ماشومانو د خندا نه بچ شم – 
تاج رحیم