کور / تازه خبرونه / كرم ايجنسۍ: شپږ تنه مړه او نهه ژوبل شول

كرم ايجنسۍ: شپږ تنه مړه او نهه ژوبل شول

په كرم ايجنسې كې د دوو چاودنو له امله شپږ تنه مړه او نهه تنه نور ژوبل شول .


لومړى چاودنه د اړا اولي په سيمه كې په يوه موټر چې خوراكي مواد يې لېږدول وشوه چې پكې درې تنه ووژل شول او نهه نور ټپيان شول .


دويمه چاودنه بيا ليږ وروسته لومړۍ چاودنې ته څېرمه د كچ په سيمه كې په يو ټراكټور وشوه چې پكې درې تنه ووژل شول .


د وژل شويو او ټپي كسانو زياته برخه د منګلو له قبيلې څخه دي .چې دا مهال ټول د سدې ملكي روغتون ته لېږدول شوي دي .