کور / تازه خبرونه / طالبانو د ۲۹ تنه پاكستانيانو د نيولو خبر وكړ

طالبانو د ۲۹ تنه پاكستانيانو د نيولو خبر وكړ

په هنګو كې ځايي طالبانو ادعا كړې ده چې د پاكستاني حكومت نهه ويشت تنه كاركوونكي يې تښتولي دي .


د پاكستاني طالبانو وياند مولوي عمر ويلي دي چې د حكومت له خوا د اوو تنو طالبانو د نيول كېدو په غبرګون كې يې په بېلابېلو سيمو د پاكستاني حكومت نهه ويشت غړي نيولي دي .


عمر ادعا كړې چې پاكستاني حكومت په ناحقه په سيمه كې ددوى په خلاف عمليات پيل كړل . چې دده په وينا په سيمه كې د كړكېچ او تاوتريخوالي د رامينځته كېدو پړه د پاكستاني حكومت  په غاړه ده