نړۍ وال سره صليب د ملکي افغانانو پر وژنه اخطار ورکړ

34 | جولای 10th, 2008


د سره صليب نړۍ والي ټولني په افغانستان کي د بهرنيو ځواکو سره په نښتو کي د ملکی کسانو د وژني پر زياتېدو  باندي اخطار ورکړی دئ  .


د فرانسې دخبري آژانس په حواله د سره صليب  نړۍ والي کوميټې اعلان کړی دئ چي د ائیتلافي ځواکو سره د نښتو په جريان کي يوازي په تيرو  پنځو ورځو دوه نيم سوه ملکی افغانان وژل سوي دي  .



په کابل کي د سره صليب  نړۍ والي کوميټې رئيس فرانس روچن سټین  دټولوښکېلو خواوو  څخه  په ټينګه غوښتي دي چي د  پوځيانو او ملکي کسانو تر مينځ    فرق دي بايد  قايله شي .


په دې  وروستيو ورځو کي  د افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي د ائیتلافي ځواکو د هوائي بمباريو په نتيجه کي زيات شمېر ملکي کسان  ان د واه د مراسمو ګډون کونکي  وژل سوي دي . همدا رنګه تازه په کابل کي د هند په سفارت باندي ځان وژونکې حملي ۴۱ بېګنا افغانا وو ژل او په لسګونو نور يې ټپيان کړل .

Copyright Larawbar 2007-2024