کور / تازه خبرونه / په هلمندكې دصافيانودسيمې پروژه نن رسماپرانيستل شوه

په هلمندكې دصافيانودسيمې پروژه نن رسماپرانيستل شوه

 

هغه مراسم چې له همدې امله په ياده شوې سيمه كې جوړشوي ووپكې دهلمندوالي محمدگلاب منگل اويوشميرنورودولتي چارواكواودسيمې قومي مشرانواوسپين ږيروگډون درلود.

په مراسموكې دهلمندوالي ددې پروژې په پيل خوښي وښوده اوويې ويل چې ددې پروژې په بشپړيدوسره به دلښكرگاه ښارنورهم ښكلى شي.

ده دسيمې هغه خلكوته چې په دې سيمه كې يې دسړكونوپه جوړولوكې خپل كورونه له منځه تللي په خطاب كې وويل چې دوى بايدله پوره زغم څخه كارواخلي.

دده په ويناچې په دې سيمه به له زيانمن شويوخلكوسره لازمې مرستې وشي.

خوله دې سره سره دسيمې اوسيدونكي ځينې يې خوښ اوځينې يې ناخوښه ښكاريدل .

ددې سيمې يوتن وكيل محمددين دراني وويل چې داپروژه دسيمې دخلكوپه خوښه اوغوښتنه پلې كيږي هغه وويل چې ددې پروژې په بشپړيدوسره به زياتره هغه كورنى چې په كمه ساحه كې يې كورونه جوړكړي ووپوره نومره مځكه ترلاسه اودسم كورخاوندان شي،اوله بله پلوه به ددې سيمې نوم له پخواڅخه دامنيت په خرابوالي كې بددى دابدنوم به هم له دې سيمې څخه لرې شي.

خودسيمې يوبل سپين ږيري حاجي گل جان بياوويل چې كه څه هم داښه پروژه ده چې بشپړه شي خويوه لويه ستونزه چې تراوسه نه ده حل شوې هغه داده چې په دې سيمه كې زياتره داسې كورنى شته چې يوازې دماښام ډوډى نه لري نوپه دې سيمه كې يې دولت دخپلې پروژې په پلي كولوسره يې كورونه ورنړولي دي دومره وس اوتوان نه لري چې خپل كورله سره ورباندې جوړي كړي چې دادي اوس ليدل كيږي چې ماشومان اوښځې ترشنه آسمان لاندې دگرمى داسختې شپې اوروځې سباكوي.

هغه وويل چې بله ستونزه داده چې په دې سيمه كې زياتره مځكې دزورواكوله لوري غصب شوې دي اودامځكې بيرته هغوى ته وركول كيږي.

همدارازدسيمې يوبل اوسيدونكي خيال محمدوويل چې دصافيانوسيمه ۱۴۳۵جريبه مځكه ده چې پكې به داوزروپه شاوخواكې كورونه  له پخواڅخه جوړشوي وي.

دده په ويناچې په دې سيمه كې دامهال دوه لوى سړكونه ددولت لخواايستل شوي دي اوپنځلس نورفرعي سړكونه ايستل شوي دي چې په دې لړكې په زرگونه كورنى بې كوره شوې دي اوتراوسه دولت ورسره هيڅ مرسته نه ده كړې.

خودلښکرګاه ښاروال حاجي غلامحى الدين دصافيانو دکلي ځمکه دولتي وبلله او ويي ويل  ډير لږکورونه په  دې سميه کې جوړ شوي چي هغه دخلګو ملکيت دى،نوموړي وويل دانقشه دښارجوړونې دوزارت له لوري منل شوې ده ،ښاروال دهغه کسانو اوکورنيو له پاره چې کور يې په دې سميه کې له لاسه ورکړى دى ديوې نمرې دورکولو ژمنه هم وکړه.

هغه وويل چې ټولې په دې سيمه كې دبې كوره شويوكسانولپاره ۲۰۰۰نومرې ځانگړې شوې دي چې ۱۳۰۰يې ويشل شوې او۷۰۰نومرې پاتې دي چې هغه به هم په اړواومستحقوكورنيووويشل شي.