کور / سياسي / هندي ډاکټر ته د ستاینلیک د ورکولو په پلمه

هندي ډاکټر ته د ستاینلیک د ورکولو په پلمه

احسان الله آرينزی

احسان الله آرينزیاحسان الله ارينزی
څو ورځې مخکې ټولنیزه رسنیو داسې انځورونه خپاره کړل چې د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت د ولسي جرګې مشر، هغه هندي ډاکټر ته ستاینلیک ورکړی چې د ده مبارکه پزه یې عملیات کړې وه!
ویل کېږي چې نوموړي د افغانستان د اسلامي امارت په وخت کې، په کندز کې د (امنیت) کارکوونکی او د یو زاړه روسي جیب چلوونکی و. د ده جیب به هره ورځ د کندز په چوک کې ولاړ و او هغه کم ږیري یا بې ږیرې ځوانان او نور (مجرمین) به یې د پوښتنو ګروېږنو له پاره وړل چې طلبای کرامو به نیولي وو!
څو ورځې مخکې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غنی د مجاهدینو د محسناتو په اړه ډېرې څرګندونې وکړې. دا ښاغلی چې د خپلې پزې بریالیو عملیاتو له پاره یې هندي ډاکټر ته ستاینلیک ورکړی، هم د جهاد په برکت اوس د ولسي جرګې مشر دی او د داسې کسانو ځای یې ډک کړی چې موږ یې په نومونو ویاړو لکه: مولف، عالم، ژورنالیست او سیاست پوه ارواښاد عبدالهادی داوي، ارواښاد ډاکټر محمد عمر وردک، ارواښاد ډاکټر عبدالظاهر، ارواښاد ډاکټر محمود حبیبي، ارواښاد ډاکټر خلیل ایوبي او نور.
ټول د PhD ګانو او کتابونو خاوندان، عالمان، پوهان او لیکوال!
په هر صورت ډاکټر محمد اشرف غني هغه ورځ د خپلو یو شمېر موتلفینو د ستاینې په وخت کې دا خبره هېره کړې وه چې د دې خلکو یوه لویه ښیګڼه دا ده چې کا، اهل کار ته سپاري!
د سولې او جهاد د شهید د پاچایی په لومړیو وړځو کی په دولتي وظایفو چور ګډ او هر چا هغه وزارت، ولایت، قوماندانی، بانک، محکمه، ګدام، پخلنځی، دیپو او کور فتح او (جر) کړ چې ورته نژدې وو. نیکمرغه هغه کسان وو چې په سرای شهزاده، د وسلو په زیرمو، الوتکو، ټانکونو، سیلوګانو، دولتي دیپوګانو، د ارزاقو په ګدامونو، لویو دکانونو او سترو کورونو ورپېښ او ساحل مقصود ته رسېدل!
وایي چې په هغه ورځو کې ارواښاد جنت مکان محمدي صیب یو څوک د سترې محکمې سرپرست مراد علی مراد ته معرفي کړی و چې چیرته د رییس په توګه مقرر شي؛ خو د کار دې متقاضي په پای کې دا منلی وه چې د سواد، زده کړو او تخصص د نشتوالي له امله دې، د (خانه سامان) په توګه مقرر شي.
په هغه مبارکو ورځو کې چې د ډاکټر نجیب واکمنی نسکوره او وطن د نویو مشرانو له برکته د خلکو په وینو رنګ و، د تیاتر یو پخوانی لوبغاړی چې نوم یې نه اخلم؛ خو غونډی مونډی سور سپین سړی و، کله به یې فرانسوی ږیره هم پرېښوده او په (څښاک) کې د ستر نامه خاوند و، په ماسکو کې د افغان سفارت د دیپلومات په توګه وټاکل شو.
دغه ښاغلی دیپلومات په هېڅ بهرنی ژبه نه؛ خو د ورځې په ژیه ښه پوهېده او د هغه کافر او کمونست ګوند غړی هم و چې مجاهدین یې په ضد په جګړه بوخت وو؛ خو د جهاد او مقاومت مشر، شهید استاد، دومره مهربانه انسان و چې د خپلې ګټې له پاره یې کافر او مسلمان ته نه کتل او (ټیله) یې سیخوله!
وایي کله چې دا ښاغلی دیپلومات ماسکو ته ورسېد، د افغانستان اسلامي دولت په داسې حد کې نه و چې سفارت ته منظمه بودجه ورسوي؛ ځکه نو ځنې دیپلوماتان دې ته اړ شول چې ځانونه خودکفا کړي او په کابل د بودجی د استولو له پاره ډېر فشار را نه ولي.
زموږ د فرانسوی ژیری خاوند دیپلومات په دې برخه کې له ټولو وړاندې شو، لکه چې د سفارت د ټولو مهرونو مسوول و!
زما یو ملګري کیسه کوله چې هغه هېوادوالو چې پېژند پاڼو، نکاح خطونو، طلاق خطونو، تفریق لیکونو، شرعي وکالتونو او ورته اسنادو ته اړتیا درلوده، ژر ږیرور دیپلومات وپېژاند او خوله یې ور خوږه کړه!
زما دې ملګري ویل چې دا دیپلومات دومره په دنده مین انسان و چې چا ته یې دا زحمت نه ورکاوه چې سفارت ته ورشي او خپل وخت ضایع کړي؛ بلکه دی به له مهرونو سره سیواستوپول هوتل او د افغانانو نورو سوداګریزو مراکزو ته ورتلو او هلته به یې چیغې وهلي: ګندنه هوی ګندنه … پېژند پاڼې، نکاح خطونه، وکالتونه، طلاق خطونه، عاقنامې … څه غواړي، هر څه همدلته او په ارزانه!!
زما ملګري ویل چې د شهید استاد له برکته داسې دیپلومات مقرر شوی و چې په دیپلماسی او ژبو نه پوهېدو؛ خو دا یې ښه زده و چې څنګه له یو بکس څخه راز – راز شرعي اسناد او حتی پاسپورتونه راوباسي او د اسلامي دولت د مالیې وزارت پیسې په جیب کې واچوي!
نه پوهېږم چې د هغه ږیرور دیپلومات او د اوسنی ولسی جرګی د ښاغلي  مشر د کیسو تر منځ کوم تړاو شته که نه؛ خو دومره پوهېږم چې دا سړی هم د ولسي جرګې ستاینلیکونه په بکس کې ګرځوي او په هر ځای کې او هر چا ته چې لازمه وبولي سمدلاسه ستاینلیک او یا د ولسي جرګه مډالونه ورکوي!
که تاسو دا ښاغلی سم نه پېژنی، زه به یې در ته معرفی کړم، دا هغه څوک دی چې دوه کاله مخکې یې د چین د ولسي جرګې له رییس سره کتنې او عکس دنیا حیرانه کړی وه!
ده په رسمي خبرو کې یوه پښه په بله اړولی او د چین د ولسي جرګې مشر ته مخامخ ناست و. په عکسونو کې موږ ولیدل چې د ده په یوه پښه جرابه وه؛ خو د جرابی هاغه بله جوړه یې د هوټل په خونه کې هېره کړې وه!!