کور / سياسي / د امریکا له پاره د ولس په وینو لړلی پاکستان

د امریکا له پاره د ولس په وینو لړلی پاکستان

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

لراوبر حبيب الرحمن تاثيرلیکوال حبیب الرحمن تاثیر 

څلوېښت کاله وړاندې پاکستان په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو په مرسته د جهاد په سپېځلي نامه د یوه داسې اور په بلولو لاس پورې کړ چې لاهم بلیږي او افغانان ورڅخه کړيږي، خو د پاکستان په لاس دا بل شوی اور د سرې اور دی او د پاکستان ترلمنې هم ښه په تندۍ ورسید، چې اوس یې د زیارتونو او جوماتونو ترڅنګ نه ورڅخه مقدسات محفوظ دي او نه نامشروعات، بلکې یو ځای هم ورڅخه خوندي نه دی،خو هغه وخت لا هم پاکستاني او نړیوالو سیاسینو له پاکستانه د مشورې په توګه د دغه اور د قابو کولو غوښتنه وکړه، خو پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي کړیو ته دا خبرې ټوکې ښکاره کیدلې.

له تیرو پنځو ورڅو څخه د پاکستان په بیلا بیلو سیمو  کې بمي چاودنې، ځانمرګي بریدونه او وسله والې حملې کېږي چې د پاکستاني امنیتي سرتیرو ترڅنګ په سلګونو ولسي هم خلګو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د پاکستان دولت یې تور په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه  په افغانستان او هندوستان ورتپي، خو ډیری سیاسي مبصرین دا کار په خپله د پاکستاني استخباراتي ادارو بولي او وايي: د ځینو شخصي ګټو او ناسمې پالیسۍ په موخه یې دغه کار ته ملاتړلې ده، خو د ډیری هغوی بیا په دې نظر دي چې پاکستان ځان دا امریکا د نزدې والې په موخه د ولس په وینو لړلی دي او دا فکر ورکوي چې ګویا ترهګري په پاکستان کې د ګاونډیو له لورې کیږي.

دغه مبصرین او سیاسي شنونکي په دې باور دي چې: پاکستان د نړۍ او نړیوالو په سترګو کې خاورې ورشیندي او د خپلو اولسونو په وژلو سره امریکا او د امریکا نوې ادارې ته ځان ورنزدې کول غواړي، خو امریکا په دې پوهه شوې ده چې پاکستانه! په خپل کچکاله کې دي خاورې دي، تاسو به خبر یاست چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جان نېکلسن د امریکا د متحده ایالتونو د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته د خپلې استماعیه وینا پرمهال وویل: د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې پټنځایونه په کوټه کې او د پاکستاني استخباراتي ادارو تر ږیره لاندې فعالیتونه کوي، نو دا باید له منځه یووړل شي نو پاکستان له هغه وروسته په هیواد کې د خپلو ولسونو په وژلو لاس پورې کړ، له بده مرغه چې د پاکستاني استخباراتي ادارو څلوېښت کلن کرلی کښت، د پاکستان ولسونه رېبې.

امریکا ته په سیاسي او ډیپلماټیکه توګه د هندوستان نزدې کیدل، د امریکا نوې ادارې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې د شتون یادونه کول او له منځه وړل او پاکستان ته په روانه جګړه کې په ښکاره د دوه مخې خطاب کول هغه څه دي چې پاکستان مجبور شو چې لومړی یې د امریکا په تور لیست کې د حافظ سعید په خپل کور کې نظربند کړ او بیا یې امریکا ته د ځان د پاک ثابتولو او د ترهګرۍ په لومه کې د بند ساتلو په موخه ځانمرګې او وسلوالې حملې وکړې، خو د دې ناکامې هڅې ترڅنګ یې وروسته په ټول هیواد کې د شمیر کسانو په وژلو هم لاس پورې کړ، هغه دا چې: د سند ایالت د سیوڼ شریف په لعل شهباز قلندر زیارت کې له چاودنې وروسته پاکستانيپوځ وویل چې: له وړمې شپې راهیسې یې په عملیاتو او چاپو کې تر سلو زیات ترهګر وژلي او په ګڼ شمیر کې مشکوک کسان یې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا مشهورې ورځپاڼې (وال سټریټ ژورنال) د خپل یوه مشور کالم لیکونکي سدانند دهوم یو کالم خپور کړی وو چې په کې لیکلي وو: د پاکستان لپاره د امریکا د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده، ځکه چې پاکستان هر وخت امریکا او نړۍ ته دوکه ورکړې ده، دغه ورځپاڼه لیکي: امریکا په ډیرهبیړه د پاکستان له پاره بې صبره کیږي، تاند انټرنیټي پاڼې د وال سټریټ ژورنال له قوله لیکلي چې: د ټرمپ د ترهګرۍ ضد اجندا دا معنی لري چې اسلام اباد به بیا داسې په اسانۍ سره ترهګرو ته د ځای ورکولو او ورسره مرستې کولو له مسئلې څخه ځان خلاص نه کړي.