کور / هراړخیز / جنګسالاران ولې اصلاحات دځان لپاره خطر بولي؟

جنګسالاران ولې اصلاحات دځان لپاره خطر بولي؟


ډیپلوم انجینیره سبا رسولي
د دلوې شپږویشتمه نیټه د هیواد په تاریخ کې یو له هغو ځلاندو او نه هیریدونکو ورځو څخه شمیرکیږي چې دافغانستان اتل او مجاهد ولس د خپلو وینو په بدل کې دسره پوځ هغه اتحاد چې نږدې پنځه ویشت جمهوریتونه ورسره ملګري ول دړې وړې کړل.
که څه هم آزادي قیمت لري نو زمونږ یونیم میلیونه هیوادوال دخپلو سرونو په نذرانه کولو سره دغه آزادي ترلاسه کړه او شوروي اتحاد يې دتل لپاره دنړۍ دنقشې څخه ورکه کړه.
زه هم یو له هغو خلکو څخه یم چې په روسیې فدراتیف کې مې دماسټرۍ تر کچې دمعادن او پطرولیم په برخه کې زده کړې کړي ، خو د خپل ګران هیواد داشغال څخه د خلاصون په موخه مې خپل دوه وروڼه چې د هیواد کدرونه او ډاکتران وو قرباني کړي دي ، ما یوه ورځ  د جهاد له کامیابۍ وروسته د چوکۍ ، چور، غصب او ناروا کارونو دانجام فکر ونه کړ او دخپل وطن دآبادۍ او سوکالۍ لپاره مې عادي ماموریت پیل کړ چې ګوندې وطن به مو اوس د سوکالۍ او ښیرازۍ خواته درومي او په زړه مې د رغونې او پرمختګ لپاره هیلې اوامیدونه موجونه وهل خو متاسفانه د پردیو په ډالرو او کلدارو یوشمیر خرڅ شوې لیډران او جنګسالاران زما امیدونه او هیلې له خاورو سره خاورې کړ او دپنجاب دخوشاله ساتلو لپاره يې زما ګل وطن هم په کنډواله  بدله کړه.
ولسمشرغني په د دلوې دشپږویشتمې نیټې په ویاړ جوړې شوې غونډه کې په اداري او امنیتي سیستم کې په اصلاحاتو بیا ټینګار وکړ خو له دغې غونډې یوه ورځ وروسته دلویې جرګې په خیمه کې دشمال لنډغرو او  یوشمیر جهادي ټیکدارانو په تونده لهجه دولسمشرله لورې د اصلاحاتو رامنځته کیدل یې له صحنې څخه دمجاهدینو لیرې کول په ګوته کړ.
دغه جهادي ټیکداران وايې چې هغه لنډغر او بې سواده جنرالان ، ډګروالان او تر دې راکښته خلک چې په زور او زر مقرر شوي او یوه ورځ يې حربي ښوونځي او حربي پوهنتون نه دی لیدلی ، باید مکافات شي او پریښودل شي چې څه يې زړه غواړي وکړي ځکه دوی جهادکړی او حق يې دی چې په هیواد کې ارج مرج جوړ کړي.
دوی فکر کوي که چیرې یو منظم ، ملي او غیرسیاسي امنیتي ځواک رامنځته شي بیا خو نو ددوی هغه ټول کاروبار چې ، دمخدره موادو قاچاق او پردیو هیوادونو سره دجاسوسۍ تارونه غځولي افشاء او دقانون منګلو ته سپارل کیږي.
جنګسالاران دې مطمین اوسي چې  دوی سره به دحساب کتاب یوه ورځ نه یو ورځ راشي او بیا به ددوی څخه دټولو هغو دارایو او شتمنیو پوښتنه وشي چې له کومه يې کړي دي.
اصلي او واقعې مجاهد یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او دوی کابل ، او هیواد نورو مهم ولایتونه غصب کړل او په رزهي او لنډکروزو کې ګرځي.
د ورځې له دولت څخه باج اخلي دشپې دخلکو په ناموس تیرې کوي ، چور غلا او اړ ، دوړ همدوی جوړ کړی.
په ښار کې په ښکاره له وسلو سره ګرځي او لامل يې دادی مونږ جهاد کړی ، ترټولو مهمه داده چې تر پرونه پورې يې جهاد دخدای د ضاء لپاره بلله خو نن وايې چې دا سیاسي جهاد وو.
زما هیله له ولسمشر څخه داده چې په پوره ډاډ او اطمنان سره دې دهیواد امنیتي بنسټونه پیاوړي کړي ، ولس درسره ملګری دی او ددوی په باټو او لافو وار مه خطاء کوه، دمشرانو جرګې مشر مسلم یار صیب چې په ډیری مسایلو کې ملي موقف نیسي په یوه لویه غونډه کې تاسې ته څرګنده کړه چې (مونږ ټول په عذر او زارۍ ولس راټولو) نو هیله ده چې په پوره قاطعیت او دارایت خپل کار ته دوام ورکړي ځکه ولس له تاسې اصلاحات غواړي او تاسې ورسره د اصلاحاتو ژمنه کړې وه.
که تاسې هم دجنګسالارانو غیږې ته ورغلی او په هغوې مو تکیه وکړه بیا نو هغه ورځ لیرې نه ده چې دهمدوی لخوا درته ستونزې پیدا شي او یوازې به په میدان پاتې يې، نه به ولس ته بیرته ورتلی شي او نه به هغوې درسره ملګري شي ځکه دغو جنګسالارانو ته تر هرڅه وړاندې ګډوي ، انارشي او بې عدالتي مهمه ده چې همدا اوس يې هم په دوام ټینګار او د اصلاحي پروګرامونو مخه نیسي.
وما علینا الالبلاغ  ‎