کور / تازه خبرونه / ترکي پښتو قاموس آنلاين سو

ترکي پښتو قاموس آنلاين سو

يادونه: که د قاموسونه ټکی کام پروژې په هکله پوښتنې لرئ نو لاندني لينک ته مراجعه وکړئ: http://bit.ly/1IZm3uV

ترکي ژبه د تقريبا ۶۵ مليونو انسانو مورنۍ ژبه او د تقريبا ۲۰۰ مليونو انسانانو له پاره دويمه ژبه ده. دغه ژبه د افغانانو او افغانستان له پاره د بيلو دلايلو پر اساس ډېره مهمه ده. ترکيه د افغانستان هغه دوست هيواد دی، چي د تر سلو کالو څخه زيات وخت کيږي چي په خپلو پوهنتونونو کي افغان محصيلينو ته بورسونه ورکوي او د ملکي ښوونې او روزنې تر څنګ افغان صاحب منصبانو ته د نظامي زدکړې آسانتياوي هم برابروي. کله چي پخواني شوروي پر افغانستان يرغل وکړ نو ترکيې نه يوازي د افغانانو د مقاومت سره په پراخه اندازه کومک وکړ بلکه په خپله خاوره کي يې افغان مهاجرو ته هغه امکانات برابر کړل چي ښايي په نړۍ کي بل هيڅ هيواد افغان مهاجرو ته نه وي برابر کړي.

 په نژدې وختونو کي څو افغان محصيلينو د ترکي پښتو قاموس ليکلی او چاپ کړی ؤ، چي دا د پښتو ژبي د پياوړتيا او د دوست ترکي ټبر سره د افغانانو د تماس لا پراخولو په لاره کي يو مهم ګام ؤ. د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com کوښښ وکړ چي د دغه قاموس ليکونکي ومومي او له  هغوی څخه ياد قاموس ترلاسه او پر قاموسونه ټکی کام په وړيا توګه د پښتو مينه والو ته وړاندي کړي، خو له بده مرغه دغه هڅه بريالۍ نه سوه.

 خو د پښتو او ترکي ژبو مينه والو زيات وختونه زما  سره تماس نيوی او راڅخه هيله يې کوله چي يو ترکي قاموس هم آنلاين کړم. همدا ؤ چي ما د قاموسونه ټکی کام د پروژې په چوکاټ کي پخپله پر يو ترکي پښتو قاموس کار پېل کړ او تر ۳۱۰۰۰ څخه زيات ترکي لغتونه مي په پښتو ژبه وژباړل.

 د مورنيو ژبو د نړيوالي ورځي په وياړ درته زيری درکوم چي د قاموسونه ټکی کام له خوا د ترکي پښتو ياد قاموس نن د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه آنلاين کړل سو. خو د يادونې وړ ده چي دغه ترکي پښتو قاموس لا اصلاح او پراختيا ته ضرورت لري او اوسنۍ آنلاين سوې بڼه يې امتحاني ده.

 هيله ده چي د ترکي پښتو دغه قاموس په آئنده کي د قاموس ليکونکو کار تر يوې اندازې آسان او افغانان او ترکان لا سره نژدې کړي.
 په راتلونکي نژدې وخت کي به دغه قاموس انشالله د قاموسونه ټکی کام و ځانګړي موبايل او کمپوتري اېپس يا پروګرامونو ته هم وراضافه کړل سي.

ستاسو د دعاؤ په هيله.
ستاسو خادم
احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com مسؤل چلوونکی
د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۲۱۱مه نېټه، بون
 

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
__________________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه