کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان سفارت ته د افغان جرګې نيوکه او وړانديز

افغان سفارت ته د افغان جرګې نيوکه او وړانديز

په هالنډ کي د افغانستان اسلامي جمهوريت د سفارت مقام ته!

السلام عليکم ورحمة الله و برکاته
 
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوم د ۲۰۱۷ د فبروري د ۹ نېټي د شکايت په تعقيب چي يوه کاپي يې تاسو هم تر لاسه کړه، په هالنډ کي د مېشتو ځينو افغانانو د نيوکو پر اساس چي وايي د سفارت د مراجعينو سره يې چلند د افغاني ارزښتونو او اساسي قانون سره په ټکر کي دی.
موږ وړانديز کوو چي:
۱- اوسني محلي کارکوونکي دي د سفارت له مراجعينو سره بېله هر ډول تبعيض څخه نېک سلوک وکړي که داسي نه وي نو د سفارت مسولين دي داسي کسان د محلي کارکوونکو په توګه په دنده وګماري چي لږترلږه په پښتو، دري او هالنډي ژبو کي ستونزه ونلري او د مراجعينو سره په ورين تندي چلند وکړای سي.
۲- د مراجعينو سره د سيمي يا ژبي له مخي توپير او تبعيض د اساسي قانون خلاف دی ، هالنډمېشتي افغانان يې هم نه مني، غندنه يې کوي او جدي مخنيوئ يې غواړي.
۳- ستاسو په غوښتنه زموږ د جرګې د غړو (غرغښت خير ښېګڼي ټولني) لخوا د همکارۍ په توګه په پښتو ژبه د فارمونو ژباړلو او چمتو کولو وروسته اوس يوار بيا په سفارت کي پښتو فورمې او معلوماتي پاڼي له منځه وړل سويدي او د دري ژبو افغانانو په ګډون مراجعين مجبوريږي چي ستاسو لخوا د زاړه غوښتنليک بېلګي له مخي خپل غوښتنليک له سره په قلم وليکي، چي ځيني له پښتو او دري ژبي سره نا اشنا يا نالوستي افغانانو ته لويه ستونزه ده، هيله کوو چي سفارت د خپلو کارکوونکو د کاري اسانتيا او مراجعينو د وخت سپما ته په کتلو کافي اندازه اړين غوښتنليکونه چاپ او د اړتيا پر وخت مراجعينو ته وړاندي کړي. دا خدمت به په اسنادونو کي د احتمالي تېروتنو مخه هم ونيسي.
۴- هالنډ مېشتي افغانان شکايت کوي چي تر کاري ساعتونو وروسته او هره اوونۍ جمعه، شنبه او يکشنبه د حادثې يا عاجلو پېښو پر مهال له تاسو سره اړيکه نيول ناممکن وي، له تاسو په درناوي غوښتنه کوو چي د نورو سفارتونو او کونسلګريو غوندي د بيړنيو اړتياوو او جنازې لېږد اسنادو صادرولو ته يو نوکريوال او ټيلفون شمېره ولرئ چي د اړتيا پر مهال خلک له پنجشنبې تر دوشنبې ورځي پوري له جنازې يا نورو ستونزو له امله منتظر پاته نسي.
۵- ددې لپاره چي په راتلونکي کي ستاسو مراجعين په مخامخ توګه خپل شکايتونه له تاسو سره شريک کړي په درنښت غوښتنه کوو چي په سفارت کي د شکاياتو صندوق جوړ کړئ او پر ويبپاڼه د شکايتونو برېښناليک اعلان کړئ.

څنګه چي هر سفارت د خپل هيواد، خلکو او کلتور استازيتوب کوي، موږ (افغان جرګه) په هالنډ کي د افغانانو د بېلابيلو کلتوري او مدني ټولنو مرکز ته د خپل سفارت عزت او حيثيت د افغانستان او افغانانو د عزت او حيثيت په معنا دی ځکه تاسو ته ډاډ درکوو چي په فرهنګي چارو کي ستاسو همکارۍ ته د تل غوندي تيار يو.


په درناوي
افغان جرګه – هالنډ

—————————————
کاپي: د بهرنيو چارو وزارت مقام ته
کاپي: د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معينيت مقام ته