کور / خبرتیا او پيغامونه / پر ملي هويت، ارزښتونه او ملت جوړونه غونډه جوړيږي

پر ملي هويت، ارزښتونه او ملت جوړونه غونډه جوړيږي

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې  ټولنې خبرتیا او بلنه !
د لوی او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د كولتوري ودى ټولنه په پام کې لري چې د «  ملي هویت ، ملي ارزښتونه او ملت جوړونه  »  سرليك لاندى نړیوال علمي سیمینار  جوړ کړي .
 په دى سيمينار کې به د هیواد د وتلو  لیکوالو او څیړونکو له خوا په لاندې  موضوعگانو هر اړ خیز علمي او څیړنیز بحث وشي : 
1 –  ملي هویت 
2 – ملي ارزښتونه 
3 – قومي تنوع او ملي یوالی  
4 – ملي ګټې 
5 – ملت ،  ملت ــ دولت  او ملت جوړونه 
6 – فیدرالیزم او د ملي مسئلې حل 
د دی تر څنګ د غونډی برخه وال کولای شي د هری موضوع په هکله  خپل نظرونه ، وړاندیزونه او پوښتنی وړاندی کړي .
 له ټولو درنو هیوادوالو  او په ځانګړي ډول  د ټولنې  له  غړو  څخه په ډیر   درنښت هیله کیږي چې له موږ سره په دی علمي سیمینار کی برخه واخلي او په خپل راتگ سره دی غونډی ته لا درنښت وبخښي   . 
په ډیر درنښت 
د ټولنې د مشرتابه جرګه 
نــیــټه : د روان    ۲۰۱۷ عیسوي کال د مارچ د میاشتې نهمه (۹ مه )  
وخت : د ورځې  ۱۵ بجې  .
پتـــه  :
Event  palast
Maxplank  str. 11 a
50354  Hürth
د اړیکو شمیرې :
017678688902
01747372222
01707705944