کور / خبرتیا او پيغامونه / د پاکستان تروريستي تيريو ضد لاريون خبرتيا-هالنډ

د پاکستان تروريستي تيريو ضد لاريون خبرتيا-هالنډ

 

دپاکستان دپر له پسی یرغلوپر خلاف د هالند میشتو افغانانو مظاهره

په هالند کی ډیر شمیرمیشته افغانان فیصله کړی دي د ۲۰۱۷عیسوی کال د اپریل په ۱۶ نیټه د یکشنبی په ورځ د غرمی په یوه بجه دهالند پارلمان ته نږدی، دنهاخ د ښارد Lange Voorhout Schelpenpad کی دپاکستان د افغانی ضد پر له پسی یرغلونو او مظالمو پر خلاف، لمړی غونده او بیا د پاکستان تر سفارته پوری لاریون وکړی او نوموړی سفارت ته اعتراضیه لیک وسپاری. دټولو هالند میشتو افغانانو نه هیله کیږی چه پدغه مظاهره کی گډون اوخپل ملی  مسوليت او دنده تر سره کړئ.

د راټوليدلو ځای: Lange Voorhout Schelpenpd, Den Haag

د راټوليدلو پیل: د غرمی په یوه (13:00) بجه باندی

په درناوی