کور / تازه خبرونه / د اټومي انرژۍ عالي کمیسون په کندهار کي څانګه پرانيزي

د اټومي انرژۍ عالي کمیسون په کندهار کي څانګه پرانيزي

د اټومي انرژۍ د عالي کمیسون معاون له مرستیال والي سره ولیدل
د افغانستان د اټومي انرژۍ د عالي کمیسون معاون فضل الرحمان خالد او ورسره پلاوي د ولایت مقام له مرستیال عبدالحنان منیب سره په کتنه کي وویل چي دوی غواړي په کندهار کي خپل ساحوي دفتر پرانیزي. 
ښاغلي خالد وویل دوی غواړي په لومړي سر کي د عامي روغتیا له ریاست سره د زیامنو وړانګو په کنټرول او ارززونه کي مرسته وکړي، د ګمرک ریاست لپاره ځيني تخنیکي مرستې برابري کړي او له بهره راتلونکي خوراکي توکي وڅاري. نوموړي وویل چي دوی په کندهار کي د زون په کچه یو امریت پرانیزي چي د یوه امر په شمول به ۵ تنه تشکیل ولري او د دوی اداره نېغه په نیغه له جمهوري ریاست سره تړاو لري. 
مرستیال والي عبدالحنان منیب دوی ته ښه راغلی ووایه او دا یې غوره وباله زیاته یې کړه چي ولایت مقام له تاسو سره تر خپله وسه مرسته کوي، د اوس لپاره به د دفتر ودانۍ درته چمتو کړي او وروسته به د خپلې ودانۍ جوړولو لپاره تاسو ته ځمکه په اختیار کي درکړي. ښاغلي منیب له دوی څخه وغوښتل چي په خپل کاري ټيم کي دي د همدې سیمې ځوانان پر کار وګوماري ځکه دلته په لوړو زده کړو سمبال استعدادونه سته چي باید له پوهي او وړتیا څخه یې استفاده وسي. نوموړي وویل چي په کندهار کي امنیت د ډاډ وړ دی او امید مو دا دی چي ستاسو کارونه نور هم پراخ سي.