کور / راپور / د پيرسيدحامد ګيلاني د کندهار غونډي راپور

د پيرسيدحامد ګيلاني د کندهار غونډي راپور

د افغانستان ملي اسلامي محاذ رهبر پیر سید حامد ګیلاني په کندهار کې غونډه وکړه

راپور: احسان الله صدیق د ملي محاذ د ځوانانو کمېټې رئیس

غونډه د وري میاشتې په ۲۷۷مه نېټه د کندهار په ښار کې وشوه، چې د لوی کندهار زرګونو قومي مشرانو،جهادي قومندانانو او ځوانانو پکې ګډون درلود، غوڼده د قرآن عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل شوه، د غونډې د پیل وینا د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند د کندهار د ولایتي دفتر مشر محترم سید هاشم اغا وکړه، نوموړي د لوی کندهار د ولسونو په استازیتوب د افغانستان د ملي اسلامي محاذ رهبر پیر سید حامد ګیلاني ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه،د کندهار ولسونه ویاړي او خوشبخته دي، چې سیاسي،روحاني او جهادي مشر پیر سید حامد ګیلاني ورسره په یوه ټغر ناست دی او کوربه توب یې کوي.

نوموړي وویل: تاسو د داسې کورنۍ استازیتوب کوۍ، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د مظلوم ملت د هوساینې لپاره هڅې کړې او تل مو په سوله، ورور ولۍ او ملي یو والي تاکید کړی دی، د لوی کندهار ټول ولسونه ستاسو تر شا ولاړ دي.
 وروسته د کندهار د ولایتي شورا رئیس خبرې وکړې، نوموړي په خپل وار سره جهادي،روحاني او سیاسي مشر پیر سید حامد ګیلاني ته ښه راغلاست وویل او د کندهار د ولسونو په استازیتوب یې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ.

ورپسې د کندهار د ولایتي شورا مرستیال وینا وکړه، نوموړي د مرحوم روحاني،جهادي او سیاسي رهبر فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني مړینه د افغان مجاهد ملت لپاره ستره ضایعه وبلله او زیاته یې کړه، چې مرحوم پیر صاحب خپل ټول ژوند د افغانستان خلکو ته وقف کړی و او د خپل ژوند په ټولو پړاوونو کې یې د دین او خلکو پر وړاندې خپله دنده ادا کړه، نوموړي د سولې په برخه کې د فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني وروستۍ لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او له اسلامي حزب سره یې د سولې توافق نامه د مرحوم رهبر د هڅو او وطنپالنې نښه وبلله، نوموړي پیر سید حامد ګیلاني د روحاني،جهادي او سیاسي رهبر مرحوم پیر سید احمد ګیلاني ځای ناستی وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د لوی کندهار ټول ولسونه هماغه شان ستاسو تر شا ولاړ دي څرنګه چې د دې سترې روحاني او جهادي کورنۍ د مرحوم مشر فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني تر شا ولاړ و.

وروسته د کندهار ولایت د سولې شورا رئیس الحاج عطامحمد سټیج ته وبلل شو، نوموړي په خپل وار د افغانستان د ملي اسلامي محاذ رهبر جناب پیر سید حامد ګیلاني ته ښه راغلاست وویل او مننه یې وکړه،چې کندهار ته د سفر په اړه یې د دوی دعوت ومنل، هغه همدا راز وویل: تاسو د ملي او نړیوال شخصیت د سولې او ورور ولۍ د ملي داعيې د سر لاري فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني ځای ناستي یاست، د افغانستان مجاهد ولس له تاسو څخه د هغه په قدمونو د ګام اخیستلو غوښتنه لري او په ټول قوت مو ملاتړ کوي، ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو پخواني وزیر محمد عارف نورزي خبرې وکړې، نوموړي دا پرتمینه غونډه د مرحوم رهبر فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني یاد غونډه وبلله او د هغه د ستر ارمان(سولې) په اړه یې خلکو ته معلومات ورکړل، عارف خان نورزي وویل: د لوی کندهار ولسونو ډېرې قربانۍ ورکړې او د تاریخ په اوږدو کې یې سخت پړاوونه تېر کړي، نوموړي همداراز وویل د لوی کندهار ولسونه د سولې او روحانیت د مرحوم رهبر پیر سید احمد ګیلاني د طریقې او تګلارې ملاتړ کوي او د هغه د ځای ناستې په توګه به د پير سید حامد ګیلاني ملاتړ ته ادامه ورکړو، وروسته د خوست ولایت قومي مشر او د اجرائیه ریاست ستر سلاکار غازي نواز تڼی د وینا لپاره سټیج ته وبلل شو، تڼي وویل: دلوی کندهار ولسونه خوشبخته دي چې د داسي روحاني،جهادي او سیاسي مشر کوربه توب کوي او د خپلو ولایتي سفرونو او لیدنو پیل یې له لوی کندهار څخه وکړ، نوموړي لوی کندهار د افغانستان لوی کور وباله او زیاته یې کړه چې د سولې،جهاد او روحانیت رهبر مرحوم پیر سید احمد ګیلاني لوی کندهار د افغان ولس تاریخي کور باله او د هغه ځای ناستي پیر سید حامد ګیلاني دا ثابته کړه، چې د هغه په قدمونو روان دی، غواړم لدې فرصت څخه په استفادې سره ووایم، چې د لویې پکیتیا ولسونه هم ټول په یوه غږ د دې کورنۍ د مشر پیر سید حامد ګیلاني تر شا ولاړ دي، دا هغه کورنۍ ده،چې هیڅ کله یې د هیواد په ورانولو،داخلي جګړو او دربدریو کې ونډه نه درلوده او تل یې د سولې او ورور ګیلوۍ آواز اوچت کړی دی، هغه وویل پیر سید حامد ګیلاني هغه شخصیت دی،چې کولای شي د خپل مرحوم پلار فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني په څیر په هیواد کې تل پاتي سولې او هوساینې ته درسېدو لپاره د هیوادوالو ارزوګانې پوره کړي.

ورپسې پیر سید اسحق ګیلاني خبرې وکړې، هغه وویل موږ د لوی کندهار ولسونو او احمدشاه بابا ټاټوبي ته راغلي یو، زموږ رابطه له لوی کندهار سره ډېره پخوانۍ ده او هغه د قادریه طریقې رابطه ده، لوی کندهار د افغانستان د تاریخ کور دی، موږ تل د سولې او ورور ولۍ لپاره کار کړی دی او په دې برخه کې غواړم د افغانستان له ټول ولس خصوصا د لوی کندهار له ولسونو څخه ځانګړې مننه وکړم، چې تل یې په موږ اعتماد کړی،په اوسنیو شرایطو کې زموږ دنده ده چې د افراطیت پر ضد یو موټی شو او افراطي ډلې لکه داعش له منځه یوسو او خپلو هیوادوالو ته د سوله ایز ژوند زمینه برابره کړو، نوموړی وویل: زما په کاکا فضیلتمآب مرحوم پیر سید احمد ګیلاني دولت ډېر ناوخته وپوهېدو، چې یواځینی شخصیت دی چې کولای شي د سولې کاروان تر منزله ورسوي، ځکه په هیواد کې میشت ټول قومونه،روحانیون،مجاهدین او ټول ولس ورته احترام لري او هیڅ کله یې په هیواد کې د ناخوالو په رامنځ ته کولو کې ونډه نه لرله او تل یې د سولې او ورور ولۍ غږ په متخاصیمو اړخونو کړی دی، له وینې تویولو او اختلافونو څخه یې کرکه لرله.

سید اسحق ګیلاني وویل: دا چې پیر سید حامد ګیلاني د مرحوم رهبر،روحاني،جهادي او سیاسي شخصیت مرحوم پیر سید احمد ګیلاني ځای ناستی دی، ټول هیوادوال یې ملاتړ کوي تر څو د دې کورنۍ د مرحوم مشر د نیمګړو ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي او د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې خپله فریضه ادا کړي. نوموړي همدا راز وویل: زموږ د ولایتي سفرونو پیل له لوی کندهار څخه و او په نوبت سره به د هیواد ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړو، تر څو له خپلو خلکو سره له نږدې د هیواد په روانو حلاتو او مشکلاتو له نږدې خبرې او سلا مشورې وکړو.

په پای کې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ رهبر پیر سید حامد ګیلاني وینا وکړه، د ټولو وینا والو خبرې یې تائید کړې او ویې ویل، د افغانستان له ټول مجاهد ولس خصوصا د لوی کندهار له خلکو څخه ځانګړې مننه کوم، چې تل یې د حق طرفداری کړی او زموږ تر شا درېدلي، پیر سید حامد ګیلاني د لوی کندهار ولس ته د وینا پر مهال وویل: زما مرحوم پلار د سولې،جهاد او روحانیت رهبر فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني د افغانستان په ټولو قومونو (پښتون، تاجک، هزاره، پشه یي،قزلباش، بلوڅ…) پوري اړه درلوده، دهغه په مړینه او فاتحه کې د افغانستان له ګوټ ګوټ(کندهار،بدخشان،ننګرهار،پکتیا،بلخ،هلمند،خوست،جوزجان…) څخه د خلکو ګډون او غمرازۍ دا په ډاګه کړه، چې هغه داسي ملي،روحاني،جهادي او سیاسي رهبر و چې ټول هیوادوال یې په رحلت غمجن و او زه له ټولو هیوادوالو څخه مننه کوم چې دا ستر غم یې راسره تقسیم کړ.

پیر سید حامد ګیلاني د لوی کندهار ولسونو ته په خطاب کې وویل: تاسو زما ماما ګان یاست، زما مور د هیواد د ویاړلي غازي امان الله خان لمسۍ وه، نوموړي د افغانستان په خلکو غږ وکړ، چې د سولې، ورور ولۍ او ملي یو والي په برخه کې خپله ونډه ادا کړي، هغه زیاته کړه، حکومت پریږدئ چې څه کوي، راشئ موږ او تاسو د خپلې خاورې(مور) پر وړاندې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت تر سره کړو، موږ باید د هیواد په ارامتیا او سوله کې خپله ونډه په ښه توګه ادا کړوه.
 د افغانستان د ملي اسلامي محاذ رهبر پیر سید حامد ګیلاني همدا راز وویل: ما له ولسونو سره د سلا مشورو پیل له لوی کندهار څخه وکړ، زه به د هیواد ګوټ ګوټ ته سفرونه کوم او له خپلو هیوادوالو سره به د سولې، ملي یو والي او راتلونکې په اړه سلا مشورې کوم.

په پای کې د لوی کندهار مشرانو پیر سید حامد ګیلاني ته پګړۍ ور په سر کړه.

د غونډې راپور: احسان الله صدیق د ملي محاذ د ځوانانو کمېټې رئیس