کور / تازه خبرونه /  مایک پینس : د بمونو مور شمالي کوریا ته خبرداری وو

 مایک پینس : د بمونو مور شمالي کوریا ته خبرداری وو

د امريکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس د دوشنبی په ورځ جنوبي کوريا ته د خپل سفر په ترڅ کي وویل چي شمالي کوریا دي په سیمه کښي د امريکا زور او د ولسمشر ټرمپ پاليسي نه ازمايي .
نوړي وويل چي په سوریه کي زموږ د عملیاتو ډیرښت او  پر افغانستان د تر ټولو لوی بم غورځول شمالي کوریا ته د امريکا خبرداری وو .

تر اوسه د تر ټولو لوی غير اټومي بم، څو ورځي وړاندي د ننګرهار د اچين په سیمه کي د داعش  وسلوالو پر پټن ځایونو و غورځول سو . دا بم شاوخوا  لس ټنه وزن  درلود. ددی بم بیه ۱۶ میلیونه ډالره ښوودل سوې او ۳۰۰ میلیونه ډالر یې پر جوړیدلو لګیدلي دي . 

د راپورونو له مخي پکښي لسکونه داعش وسلوال وژل سوي دي .

د ولسمشر د مرستیال اسیا ته په لس ورځني سفر راغلی . د نوړي د سفر اصلي موخه جنوبي کوريا ته ددغه هیواد سره د امريکا د تیرو ژمنو د بیا تازه کولو او  دلته د توغنديو د دفاعي سیسټم  د ګډني عملیاتو په اړه وو .
دا پداسي حال کي چي د امریکا او شمالي کوريا اړيکي د تیر په پر تله نوري هم خرابي سوي دي . 

شمالي کوريا د امریکا سره برید ته خپل چمتو والی ښوولی، بل لور ته چین او امریکا د خپلو همکاريو د پراخولو په هڅو کي دي .