کور / تازه خبرونه / ولسمشر: داعش د امريکا پروژه ده

ولسمشر: داعش د امريکا پروژه ده

پخواني ولسمشر حامد کرزی د اشنا خبري سرویس سره په يوې مرکه کي؛ د داعش وسلواله ډله د امريکا د لاس آله وبلل.
نوموړي  پر داعش د بمونو د مور غورځول بي اغیزه وبلل او زیاته یي کړل چي د امریکا او د داعش وسلوالي ډلي کوم توپیر نسته .


د طالبانو سره د سولي خبري :
کرزي د طالبانو سره د سولي د خبرو په اړه د روسیې پالیسي او منځګړیتوب ناسمه وبلئ. ده زیاته کړل چي طالبانو فعلا د هیواد ۵۰ سلنه خاوره تر لاس لاندي لري. څوک چي ۵۰ سلنه خاوره تر لاس لاندي لري، د هغه سره د حل یواځنۍ لار خبري کول دي .
امريکا او افغان حکومت د کرزي دا ادعا ردوي چي ګواکي طالبان دي ۵۰ سلنه خاوره تر لاس لاندي ولري .

د طالبانو وسلوالي ډلي په تیرو ورځو کي يو راپور خپور کړ چي پکښي د تیرو لسو کلو په اوږدو کي د ۱۵۵ زرو افغان سرتیرو د وژلو ادعا سوې وه؛ چي دا ادعا د افغان حکومت له لوري رد سول . 


پخوانی ولسمشر حامد کرزی "داعش د امریکا پروژه ده"  څرګندوني پداسي حال کي کوي؛ چي د نوموړي د حکومت بنسټ په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کي هم د امريکا په مالي او پوځي ملاتړ کښیښودل سو .