کور / تازه خبرونه / کابل: د امریکا سفارت ته څیرمه ځانمرګی برید سوئ دئ

کابل: د امریکا سفارت ته څیرمه ځانمرګی برید سوئ دئ

نن سهار په پلازمینه کابل کي، د امریکا سفارت ته څیرمه؛ د  ناټو ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید ترسو سو چي پکښي ۲۵ ولسي وګړي زخمي او ۸ نور وژل سوي دي .
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وايي، چي ځانمرګي برید کوونکی د ګڼه ګوڼي پر وخت چاودنه رامنځته کړې چي د پيښي قربانیان زیاتره ولسي وګړي دي. 
پدې چاودنه کي د بهرنیانو یو ګاډی زیانمن سوئ او درې بهرني سرتیري ژوبل سوي دي.
د پيښي پړه داعش وسلوالي ډلي پر غاړه اخیستې او وايي چي اته بهرنیان یې وژلي دي.