کور / خبرتیا او پيغامونه / د نړیوال کنفرانس(پاکستان د بنسټپالنې او تروریزم مرکز-دافغانستان دبې ثباتی اصلی عامل دی ) اعلاميه

د نړیوال کنفرانس(پاکستان د بنسټپالنې او تروریزم مرکز-دافغانستان دبې ثباتی اصلی عامل دی ) اعلاميه

اعلامیه

د ۲۰۱۷ کال د اپریل د میاشتې  ۲۳ مه نیټه

بیفروایک ـ هالند

د هالندهېواد د بیفروایک په ښارکې ( پاکستان د بنسټپالنې او تروریسم مرکزاو دافغا نستان دبې ثباتی اصلی عامل دی ) تر سرلیک لاندي د نړیوال کنفرانس ګډون کوونکي، د اروپا د افغانانو جرګې له خوا رابلل شوي کنفرانس غونډه، د هېواد په اوسنیو پیچلو او کړکیچنو شرایطو کې یو مهم او پر ځاي ګام بولي او هغې ته د نړیوال عدالت پر خوا د پاکستان د کشولو د یوې څرګندې عملې هڅې په سترګه ګوري او ترې پراخ ملاتړ اعلانوي . د کنفرانس د برخه والو په نظر د افغانستان د خلکو، بیلا بیلو افغاني نهادونو او حکومت د سوله ایزو هڅو برسیره لا هم د افغانستان تراژیدی او په افغانانو تپل شوي جګړه ادامه لري . د دي جګړي په پیچلې کېدو او لا اوږدیدو کې نړیوالي او سیمه ایزي کړۍ او یو شمیر حکومتونه لاس لري . د پاکستان پوځ او استخباراتو د نورو ټولو مداخله ګرو په پرتله د افغانستان په تبا کولو کې ډیره ونډه اخستې او زیات انساني ، مالي او معنوي تاوانونه یي خلکو او هېواد ته اړولي دي . له بده مرغه تر اوسه هم د پاکستان د لاس وهنې له امله زموږ د بي دفاع هېوادوالو وینه تویږي او د ملک مهم بنسټونه ورانیږي. د افغانستان د حکومت او نړیوالي ټولني تدبیرونه او اقدامات د جګړي په قابو کولو کې تر اوسه د خلکو له خوا نه احساسیږي او ولس په ډیر ستونزمن حالت کې ایسار شوی دی. له بلې خوا د هېواد یو شمیر اګاه شخصیتونو او ټولنو د ډیري مودي راپه دیخوا د افغانانو په خاوره د څه کم نیمې پیړۍ روانې جګړي د لاملونو د لټولو په موخه یو له بل سره جرګې او مشورې لرلي او په پاي کې دې نتیچې تهرسیدلې چې د پاکستان په مشرۍ یو شمیر نړیوالي او سیمه ایزي کړۍ د افغانستان د نیابتې جګړي څټ ته فعالې پاتې دي . دوي ګټې کوي ، خو افغانانو ته خپل هېواد د ځمکې پر مخ دوزخ ګرځوي . د کنفرانس برخه والو د روان ناورین په وړاندي د نننې کنفرانس جوړیدل، چې د بنسټپالنې او تروریزم د مرکز په توګه د پاکستان له مظالمو او تیریو پرده پورته کوي او نړیوال عدالت ته د هغه هېواد کشول غواړي ، په بهر کې د اوسیدونکو افغانانو د څرګند اعتراض ډاګیزه بیلګه بولې. همدا رنګه د کنفرانس ګډونوالو په ۲۰۱۶ جولاي کې په برتانیا کې د افغانانو د عدالت غوښتنې د مرکز (مدا) پرانیستل کېدل، چې مطرحو موخې ته د رسېدو اړوند یو وړ جوړښت دی او تر اوسه یي یو لړ فعالیتونه کړي او د نننې کنفرانس توافقاتو ته ژمن دی ستایي او له هغې ملاتړ اعلانوي. د کنفرانس وینا کوونکو او د هغه په کار کې برخې اخستونکو په ډاګه کړه، تر څو چې پاکستان په نړیوال سټیج هر اړخیز لوڅ نه شي او د نوموړي هېواد اصلي څیره نړیوالو ته ښکاره نه شي،او پر دغه هیوادباندې اقتصادی،سیاسی او نظامی بندیزونه وضع نه شی،او په پاکستان کې د تروریستانو د روزلو ټول مزکزونه ړنګ نه شی،هیڅکله افغانستان کې ثبات راتلی نه شی او افغان وژونکې جګړه پاي نه شي موندلی! 

په سیمه او نړۍ کې د بنسټپالنې  بڼې، لکه القاعده، طالب، داعش او نور چې یو واري د اي اس اي د تجربو په لابراتوار کې پروسس ته لویږي او د ازمایلو  په موخه دافغانستان د جګړي ډګرته صادریږي، د پاکستان په وجود کې کنګل نه شي، د جګړي او د هغې د توکو د تولید، لیږد او استفادي مجرمین، په تیره بیا پاکستان نړیوال عدالت ته ورټیل نه وهل شي ، افغانان نه شي ژغورل کېدلی!

 

له دې امله د کنفرانس ګډون کوونکي، 

ـ په بهر او د هېواد دننه په ټولو حقوقي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو نهادونو او خپلواکو ملي شخصیتونو غږ کوي چې عدالت ته د پاکستان د وړاندي کولو په حساس ، پیچلي او له خطره ډک بهیر کې فعاله او هر اړخیزه مسلکي ونډه واخلي، د کار او اوسېدو په ساحو کې د اغیز لرونکو ټولنو او شخصیتونو سره چې د پاکستان د منزوي کېدو د هڅو پلوي کوي، د هر اړخیزو مرستو د تشویقولو او تر لاسه کولو په موخه سلا مشوروي وکړي. 

-د ټولو نړیوالواړوندو ادارو له چارواکو څخه غواړي چې د هېواد د ننه او بهر د هغو حقوقی، مدني ټولنو او خپلواکو شخصیتونو هر اړخیز ملاتړ وکړي چې، په افغانستان کې د جګړو د نښلولو، ادامي  ورکولو، انساني او مالی زیانونو د اړولو په تور پاکستان نړیوالی محکمي ته وړاندي کوي. 

ـ د نړیوالي ټولني هغه ماموریت ته ګوته نیغوي چې، د تروریسم د اصلي جرړو د ایستلو، د القاعدي او نورو ترهګرو ډلو د ځالو د ورانولو، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ، د ملي پولو د ساتلو او د خلکو د امنیت د خوندي کولو هوډ په کې شوی ؤ. له دي امله له نړیوالي ټولنی او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړي چې خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او پاکستان د تروریسم او بنسټپالني د ملاتړو او مرسته رسوونکو هېوادونو په لیکه کې راولې. 

 

عدالت ته د پاکستان د وړاندي کولو په لور.