کور / تازه خبرونه / انجینر ګلبدین حکمتیار پسله ۲۰ کاله پلازمیني کابل ته راغئ

انجینر ګلبدین حکمتیار پسله ۲۰ کاله پلازمیني کابل ته راغئ

د سیاسي ګوند، حزب اسلامي، مشر انجینر ګلبدین حکمتیار نن، پنجشنبه، پسله ۲۰ کاله  وروسته پلازمینی کابل ته راستون سو؛ چي د تود هرکلي سره مخ سوئ دئ .

حکمتیار به له ولسمشر اشرف غني سره ووینی او همدا راز به د پلان سره سم په غازي سټوډیوم کښي ولسي وګړو ته خپل پیغام هم وړاندي کړي.

حکمتیار اوونۍ مخکي لا د سولي د هوګړه-لیک په ترڅ کي د افغانستان ختیځ زون ته راستون سوئ وو؛ نوموړی به نور خپل سیاسي چاري له کابل څخه مخته بیايي.

د شنونکو په اند؛ د حزب اسلامي سره د حکومت سولیز هوکړه-لیک او تړون د افغانستان د راتلونکي دپاره نوي هیلي راټوکولي دي چي کیدائ سي چي دا لاسته راوړنه د طالبانو سره د خبرو-اترو په پروسه کښي هم مرسته وکړي .