کور / تازه خبرونه /  ډیورنډکرښه/لقمان کلی: د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ جګړه روانه ده

 ډیورنډکرښه/لقمان کلی: د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ جګړه روانه ده

د کندهار په سپین بولدک کې د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستاني ملېشه وو ترمنځ نن سهار جګړه پيل شوې او لاهم دوام لري. 
جګړه نن سهار شاوخوا ۳ نيمي بجې د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان کلي سره پيل شوې.
لقمان کلی په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پروت بانفوذه کلی دی چې پاکستان يې د خپلي خاوري ادعا لري.
خو افغان لوری د پاکستان دا ادعا ناسمه ګڼي او لقمان کلی د سپين بولدک ولسوالۍ مهمه برخه بولي. 
د کندهار د امنيې قومندانۍ یوه لوړ پوړي منصبدار غورځنګ اپريدي لراوبر ته وويل چې (پاکستاني ملېشه مخکې هم راغلي وو او غوښتل يې په لقمان کلي کې سرشمېرنه وکړي خو موږ يې مخه ونیول او نن سهار ۳ بجې کله چې دوی غوښتل بیا کلي ته راشي موږ يې پرضد نظامي اقدام وکړ او تر اوسه مو د پاکستاني ملېشه وو ۲ ټانګونه سوځلي او جګړه لاهم روانه ده).
د جګړې له کبله د بولدک – چمن دروازه هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سپین بولدک ولسوالۍ ته تازه دمي افغان ګډ ځواکونه رسیدلي.

صديق الله پوپل -کندهار