کور / تازه خبرونه / کندهار،جنايې پولېسوکوچني تښتونکې ونيول

کندهار،جنايې پولېسوکوچني تښتونکې ونيول

دجنايې جرمونوپه وړاندي دمبارزې پولېس وايې چې يوتن کوچني يې دانسان تښتونکوله منګولوڅخه ژغورلي دي .


پولېس وايې چې تښتونکولمړي يوه دولس کلن هلک ته په خوړوکې نشه ورکړې اوله مسموم کېدوڅخه يې وروسته له ځان سره بېولي و.


دغه هلک چې ديوه مستري شاګردبلل کېږي په لمړيوکې تښتونکودموټر جوړولوپه پلمه ورسره خبري کړې وې .


دکندهاردامنيې قومنداني دجنايې جرمونوپه وړاندي دمبارزې مشرسمونوال عبدالستارخان وايې چې دکوشني کورنۍ پولېسوته ماښام ناوخته دېښي په اړه خبرورکړي و .


دنوموړي په خبره چې پولېسودپلټنوپه پايله کې کوچني تښتونکې پداسي حال کې دښارپه داخيل کې لاس په لاس ونيول چې دکوچنې کالي اوبوټونه يې بدل کړي و.


پولېس پداسي حال کې دانسان تشتونکودنيول کېدوخبرورکوي چې دکنددهارګڼوښاريانودڅومياشتي وړاندي دکوچني تښتونې په باب خپله اندېښنه ښودلي وه .


خوپولېس وايې چې په کندهارکې يې دکوچني تښتوني ګراف بېخي راټيټ کړي دي اواوسنۍ قضيه په درومياشتوکې لمړني پېښه ده چې دوى يې پروخت په وړاندي اقدام کوي .


دغه رازپه عېني وخت کې دښارپه اومه حوزه کې ناپيژندل سويووسله والوکسانو له موټرسره يوځايې ديوه ځوان موټرچلونکې دتښتولوهڅه کول چې پولېسوورڅخه وژغوره .


دکندهاردجنايې جرمونوپه وړاندي دمبارزې دپولېسومشرسمونوال ستارخان زياته وي چې څلورتنومصلح کسانوداصلحې په زورپه ميرويس مېنه کې دغه موټرچلونکې دخپل کورله مخې څخه دپنجوايې والسوالۍ لورته تښتاوه چې په صاليحانوکې پولېسودپېښي په مخ نيوي وتوانېدل .
پولېسودتښتونکوکورولاموټرهم نيولي اوبرمته نيوکې په تېښته بريالي سوي .


دپولېسودغولاس ته راوړنوښاريانوته هيله مندې پيداکړې اوطمع لري چې په ورته هڅوسره به په ټولنه کې دجنايې پېښومخه نيول سوې وي
خو پولېس وايې چې که ولسي همکاري  ورسره زياته سي نوبه دټولوهغوپېښومخه ونېسي چې ښاريان يې اندېښمن کړي وي .