کندهار،دوه ښاري سړکان بنسټيزرغول کېږي

حاجی پوپل | جولای 11th, 2008


له تيروڅواونيوراهيستي دښاريانودپرله پسې غوښتنوپه ترڅ کې په کندهار ښارکې  دننه دځينومهموسړکودډامبرولوکارونه پيل سوي دي .
ددغې پروژې تمويلونکې  وايې چې دسړکونوټولېزلګښت شپږسوه دېرش زره امرېکايې ډالره په پام کې نيول سوي چې دکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت يې ورکوي .


دغه دوه ښاري سړکونه يوله احمده شاه بابالېسي څخه نيولي بياترډنډچوک پوري اوبل يې له عيدګادروازې څخه نيولي بيادلوي ويالي ترلوي پل پورغځيدلي دي .


په ښارکې دننه ددغومهموسړکونوکارله  تيروڅواونيوراهيستي پيل سوي چې ټاکل سوې ده يويې دڅلورنېمي مياشتواوبل يې ددرې نيمومياشتوپه  موده کې ګټي اخېستنې ته وسپارل سي .


دغه سړکونه چې دکليودبيارغاوني اوپراختيا وزارت له بودېجې څخه رغول کېږي ددوافغاني ساختماني شرکتونوپه مټ دنږدې شپږسوه اودېرش زره امريکايې ډالروپه مالي لښګت رغول کېږي .


ددغه سړکونورغاوني  ته ګڼوکسانوهرکلي ويلي اودايې ددولت يوپرځايې ګام بللي دي .


خوزياتره ښاريان بيادغې پروژې ته له هرکلي سره سره غوښتنه کوي چې کاردي يې په چټکۍ سره پايته ورسيږي .
دوي اندېښنه ښيې چې که يې پرکاربېړه ونه سي نودښاردداخلي ځينونورسړکونوپه څېربه يې کارونه پڅ پاتي سي .


دکندهاردکليودبيارغاوني اوپراختياريس انجنيرعبدالطيف اشناوايې چې وزارت يې دافغاني ساختماني شرکتونودودې اوظرفيت لوړولوپه موخه دغه پروژې داخېلي شرکتونوته ورکړې چې دټولواړتياوپه پام کې نيولوسره به ورغول سي .


دنوموړي په خبره چې له ټاکلي مودې سره به يې سم ساختماني شرکتونه کارونه بشپړه کړي .
له دې څخه مخکې په نوروختونوکې هم  ښارې سړکونه رغول سوي خوله کيفيت څخه څخه ناراضۍ موجودي دي .
داچې داوسنيوسړکونوکيفيت ته به ترکومه حده پاملرنه وسي په اړه يې دکليودبيارغاوني اوپراختياريس انجنيرعبدالطيف اشناوايې چې دسړکوپوره کفيت يې په پام کې نيولي اوپه يوه سټنډرډشکل باندي به يې ورغوي .


تردې څومياشتي  مخکې بيادښاروالۍ له لوري دځينوښآري سړکونودبنسټيزي رغاوني  کارونه بشپړه سوي .
خودکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت له لور دښاري سړکونورغاوني ښاريانوته هيله مندي  پيداکړې چې په ژروخت کې  به ټول پاتي ښاري سړکونه ترميم سي .


 

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024