کور / تازه خبرونه / د مولوي جلال الدين حقاني زوى ووژل شو

د مولوي جلال الدين حقاني زوى ووژل شو

تيره ورځ ناوخته په جنوب ختيز زون كې د ائتلافي ځواكونو مطبوعاتي دفتر خبر وكړ چې څو ورځې وړاندې يې د خوست او پكتيا د لوې لارې په اوږدو كې د يوه بريد په ترڅ كې د افغان دولت يو مخالف او مشهور قوماندان مولوي جلال الدين حقاني زوى وژلى دى.


د سرچينې په وينا نوموړي د طالب جنګياليو د يو ډلې مشري كوله چې د جنګ پر مهال وژل شوى دى.


نوموړي دفتر وويل چې د جلال الدين حقاني زوى د پاكستان په قابيلي سيمه ميرانشاه كې خاورو ته سپارل شوى، چيرې چې دا مهال د وسلوالو كسانو زور زيات دى.


په افغانستان كې وسلوالو طالبانو هم د نوموړي وژنه منلي ده.


د وسله په لاس طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چې د جلال الدين حقاني زوى عمر حقاني ٰڅو ورځې وړاندې د خوست او ګرديز د لوې لارې په اوږدو كى د سټو كنډو په سيمه كې له افغان او خارجي ځواكونو سره په نښته كې لومړى ټپي شوو چې وروسته يې د سختو ټپونو له امله د پاكستان په ميرانشاه كې ساه وركړه.


ښاغلي مجاهد هغه ادعا رد كړه چې ګواكې عمر حقاني په ميرانشاه كې خاورو ته سپارل شوى ده وويل چې نوموړى په خپله پلارنۍ هديره كې خاورو ته سپارل شوى دى ، د نوموړي په وينا چې عمر حقاني شل كلن ځوان وو او د يوه عادي جنګيالي په حيث يې د افغان او خارجي ځواكونو په وړاندې وسله واله مبارزه كوله.