دحزب اسلامي په سلګونو غړو د لويي جرګې په… غونډه وکړه
دحزب اسلامي په سلګونو غړو دلويې جرګې په خيمه کې غونډه جوړه کړه
دحزب اسلامي په سلګونو تنه غړي دلويي جرګې په خيمه کې دلومړي ځل لپاره راټول شوي دي اوددغه حزب دراتلوونکي تګلاري اودولسمشرى اوپارلماني ټاکنوکې دګډون لاره ټاکي .
دحزب اسلامي داجرايه شورا غړي اوپه ولسي جرګه کې دپکتيکا دخلکو استازي دغونډې برخه والوته وويل چې ډير خوښ دي چې دستونزو سره سره يې داسي يوه زمينه مساعده کړه چې داسلامي حزب نيږدې دوه زره کسان په يوه لويه خيمه کې راټول اوپه افغانستان دپرمختګ په اړه بحثونه کوي .
فاروقي وويل چې که څه هم يوشمير کړي په حکومت کې دننه شته چې دحزب اسلامي دشتون اوسياسي صحنې ته دهغوي له راتګ څخه ويريږي اوخپل مخالفت کوي خو ده وويل چې ددې ټولو ستونزو سره سره به دوي خپل خوځښتونه شروع کړي اوټولو دنيا والو ته به وښيې چې اسلامي حزب دخلکو په زړونو کې ځاي لري اوپه افغانستان کې ديونفوس لرونکيو حزبونو څخه دي .
فاروقي که څه په مشخصه توګه ونه ويل چې دسلامي حزب دراتګ سره دغې ډلې مخالفت کوه خو له خبرو يې ښکاريده چې مخاطبه يې دنظار غلامه ډلګى دي کومه چې پرون يې دروسانوغلامي کوله اونن دامريکايانو غاړوته لاسونه وراچولي اوځانونه يې په قدرت کې ساتلي دي .
داسلامي ګوند غړي اووتلي سياسي څيړونکي وحيد مژده په دې غونډه کې وويل چې که چيرې تاسو په دې بحث وکړي چې بهرنيان يرغلګر نه دي نودابه دملت سره لويه جفاوي .
مژده وويل چې افغانستان اوس بهرنيانو اشغال کړي دي اوپه دې کې دشک هيڅ نه ليدل کيږي اوبايد څوک ترې سترګې پټې نه کړي.
مژده وويل چې ترټولو لومړى شرط به دحزپ اسلامي داوي چې بهرنيان به بې له قيد اوشرط څخه له دې هيواد څخه باسي .
دحزب اسلامي په دې جلسه کې چې تيره ورځ پيل شوي ده دشنبې په ورځ دغرمې وروسته به ختميږي اوبيا په خپلې موخې اعلانه وي .
حزب اسلامي اوس مهال دکابل ترڅنګ دهيواد په ګڼو ولايتونو کې پراخ فعاليتونه لري اودشهادت په نوم هغه ورځپانه چې په پاکستان کې بنديز پرې لګيدلى وو هغه يې اوس په کابل کې له چاپه راويستلي ده .
دا په داسې حال کې ده چې ددغه ګوند پخوانى مشر انجينر ګلبدين حکمتيار ا ودحامد کرزي دحکومت ترمنځ ديوځاي کيدو پس پسک روان دي .