کرزي دا ځل فدايي د وردګو دوالي په توګه وټاکه

د لراوبر اداره | جولای 11th, 2008


حليم فدايې چې دسيمه ايزو ارګانونو دلويې ادراې په وړانديز اودولسمشر حامدکرزي په تايد سره ټاکل شوي دي تردې وړاندې   په افغانستان کې دسفما( دسوېلي اسيا دخپلواکو رسنيو ټولنې )  مشر او د افغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ دمرکز مرستيال  په توګه دنده ترسره کوله .


٣٨ کلن   فدايي   په پکتيکا ولايت کې زېږېدلى، لوړې زده کړې يې دپه بهرکې ترسره کړي دي .


 وردګ چې په دې وروستيو کې يو له نا امن ترينو ولايتونو څخه بلل کيږي په دې وروستيو کې يې امنيتي حالت ډير خراب شوي دي .


له دې وړاندې جبارنعيمي ددې ولايت دوالي په توګه دنده ترسره کوله ، که څه هم نعيمي دمطبوعاتو په خوله کې ښه لويدلى ولي وو او ټول شخصي سايټونه او ويبلاکونه خو لاپريږده چې يوشمير رسنى به هم دده په اړه تبليغات کول .


که څه هم نعيمي لږ کارونه وکړل خو دخپلې هغه اشتباه له امله چې په دې وروستى ځل يې وکړه هغه ټول ښه کارونه اولاسته وراوړنې يې  له لاسه ورکړي .


نوموړي دولسمشر کرزي لخوا منفک شوي وو اودي په دې خبر وو نوخپله تېښته يا استعفايې مخې ته کړه اوخپله لاړ په دوبۍ کې  دبهر په غاړو چکروته يې ملاوتړله .


ياده دي وي چې نعيمي په ميدان ښار کې ډير کارونه وکړل اوپه رښتييني توګه يې ميدان ښار  جوړ کړي خو په دې وروستى ځل يې هرڅه له لاسه ورکړل .


محمداصف ننګ فدايې يوپه کار پوه سړي بولي هغه وايې چې په اداره اومنجمنټ کې لوړې زده کړې لري اودي به وکولاي شي په وردګو کې امنيت ټينګ او يوه ښه اداره رامنځ ته کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024