کور / تازه خبرونه / شهرصفا : هوایي برید وسلوالو ته مرګژوبله اړولې ده

شهرصفا : هوایي برید وسلوالو ته مرګژوبله اړولې ده

په یوه هوایي برید کي د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل سول.
تېره شپه د اتو بجو شاوخوا د شهرصفأ ولسوالۍ د کوټېزو او خواجه بابا د کلیو په مربوطاتو کي د هوایي ځواکونو په برید کي څلور تنه وسله وال وژل سوي او یو تن يې زخمي سوی دئ، چي په وژل سویو مخالفینو کي دوه تنه پاکستاني طالبان هم شامل دي.
د یادوني وړ ده، چي د پېښي له ځایه دوه د وسله والو مخالفینو جسدونه او همدارنګه یو میل راکټ انداز او یوه عراده موټرسایکل هم په سوځلي حالت کي د پولیسو لاسته ورغلي دي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.