کور / تازه خبرونه / د سپین بولدک او چمن لار نن ۱۷مه ورځ د ولسونو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده

د سپین بولدک او چمن لار نن ۱۷مه ورځ د ولسونو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده

د راپورونو له مخي، نن به د افغانستان، پاکستان او امریکا هیواد د ګډ و استاځو تر منځ د سپین بولدک او چمن لار د تړلو پر لانجې یوه غونډه وکړل سي.

د سپین بولدک او چمن لار نن ۱۷مه ورځ؛ د پاکستان له لوري؛ د ولسونو د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.

د سپین بولدک او چمن لار تر هغه وروسته د پاکستان له لوري و تړل سول؛ کله چي پاکستاني پوځ په بې شرمانه ډول افغان خاوري ته د نفوسو ثبتولو د ټیم سره پوځيان هم راولیږل او د افغان پوځ له خوا تر دریدلو وروسته نښته او دواړو لورو ته مرګژوبله واوښتل؛ د نښتي یوه ورځ وروسته اوربند وسو او ورسره د سپین بولدک او چمن لار د ۱۷مي ورځي سره لا همداسي تړلې پاتي ده.

د اروپایي پارلمان د مرستیال ریچارد چارنسکي له خولې، پاکستان په دې ډول غواړي چي د ډیورنډ تپل سوي کرښي ته قانوني بڼه ور کړي؛ خو د ریچارد چارنسکي په وینا امریکا او اروپايي اتحادیه دي د ټولو ترمخه ددي تپل سوي کرښي د لغوه کیدلو پلان ته حق اولیت ورکړي تر څو په سیمه کښي ريښتنی ثبات رامنځته سي.

 

لنډیز : خاکسیر