کور / تازه خبرونه / کابل : د ټانکر موټر چاودني درانه تلفات رامنځته کړي دي

کابل : د ټانکر موټر چاودني درانه تلفات رامنځته کړي دي

نن سهار په پلازمینه کابل کي د ټانکر موټر پذریعه یوه زوروره چاودنه رامنځته سول.
دا چاودنه د لسمې امنيتي حوزې اړوند وزير اکبر خان ته څیرمه د بهرنیو سفارتونو په خوندي سيمه کښي رامنځته سوې؛ چي د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح له خولي پکښي شاوخوا اتیا کسان وژل سوي او درې نیم سوه نور کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخي، د بهرنیو سفارتونو دې خوندي سيمي ته د چاودیدونکو توکو ټانکر د اړوندي سيمي د رسمي کارت څخه په استفاده ننوتلئ دئ .

ولسمشر غني دا چاودنه په کللکه غندلې او دا يې يو ډارونکی عمل وبلئ .