کور / شعر / دخیالونوپه انګړ کي

دخیالونوپه انګړ کي

 


پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)     دخیالونوپه  انګړکی د زړه وړلی  یار  میلمه یم
       ښکته پورته ورته ګورم د لیدو یې ډیر تشنه یم


       په لیدو یی نه مړیږم ډیر وخت نه مي دی لیدلی
      بیداري کي یې  نه  وینم  تصور کي یار  سره  یم


      څه بې رحمه زمانه ده زاړه فکره غمازي  کا
      بې فرهنګه نه پوهیږی چي په تور زلفو بسته   یم


      په بستر کي چي غزیږم سترګي پټ ځم تصور کي
     راز او نیاز مي یار سره وي چي هغه سره ویده یم


     یا خیالونه مي بریا شي یا به روغ لیونی جوړ  شم
     هیڅ طاقت مي نه کیږي په  چرتونو  کي  اخته یم


     عاشقي آسانه نه ده ( مل ) په اغزن لاره وی تګ
     زه  د  یار  د بیلتانه  درد  او  رنځ  کي  آ غشته یم


                              *****        
                            جرمنی۲۲/۱۱/۲۰۰۷