کور / تازه خبرونه / کندهار:طالب وسله والو په ارغنداب کي پوليس وژلي

کندهار:طالب وسله والو په ارغنداب کي پوليس وژلي



افغان چارواکي وايي طالبانو په ارغنداب کي د پوليسو پر يوې پوستې تر بريد وروسته د ۷ تنو پوليسو څخه سرونه پرې کړي دي او شپږ تنه نور پوليس تر اوسه پوري ترې تم دي .
څو ورځي مخکي هم په ارغنداب کي د طالبانو ، دولتي سرتيرو او ناټو ځواکونو تر منځ درنه جګړه سوې وه .  د ۲۰۰۱ کال د نوي دولت د جوړيدو راهيسي دا دوهم ځل دی چي دکندهار په ارغنداب ولسوالي کي دجګړې خبرونه خپريږي .
سيمه ايز خلک وايي چي بهرنيو لاسونو په لوی لاس د جګړې اور دارغنداب لمني ته ورته کړ . په سيمه کي ارغنداب تر نورو ټولو ښکلې ، سمسور او د امن سيمه بلل کېده . سيمه ايز خلک تور لګوي چي بهرنيو لاسونو د سيمي قومي مشر ملا نقيب الله په وژلو کي لاس درلود ، ځکه د هغه د وژل کيدو سره سم له ارغندابه امنيت هم کډه وکړه .




انځور : د شاحسيني صاحب د زيارت څخه اخستل سوی دی ، د پخواني والي حاجي ګل اغا شيرزي په زيار  د بابا ولي صاحب د زيارت ودانۍ او دارغنداب رود او سمسورو مځکو يوه څنډه ښيي .