دوې کيسې ( د حليم شملزي ليکنه )

د لراوبر اداره | جولای 11th, 2008



 اوله کيسه : دا دمی مېاشت ده . هوا خورا ګرمه ده د هېلمند د ښوراو په دښت کښي د ملې اردو سرتېری د خپلو روزنېزو زده کړو په تمرېن بوخت دې . ددوې خواته پر مېدان د مېنرل اوبو له بوتلانو ډک کارتنونه پراته دې چی ګرمې هوا دومره تاوده کړې دی ته به واېه چی پر اور پرتې اوبه دې .
په عېن حال کې ددی ټولې قومندان چی خورا ښاېسته ځوان وو دخپل مشاور سره چی سارجنټ مېجر ګېری نومېږی په خبرو کښي زېاته کړه چی :
نن زموږ او ستاسی تر موسی قلعه پورې د موټرو (ماونټېد) ګزمه ده . زموږ سربازان غواړې چی نور دګزمې پلان او قومانده په خپل لاس کښي ولری ، او هم غواړې چی دموټرو په قتار کښی د ملې اوردو موټران ترټولو لومړې روان وې د خارجی همکارانو ېواځی دوه موټره دې د کاروان په منځ کښی روان وې .
په ځواب کښي ګېری ووېل :
دا لوې زېری دې چی افغانان وګوری چی دادې اوس ددوی خپله ملې اردو ددی جوګه ده چی دخپل هېواد ساتنه په خپله کوې . دا خو ډېر ښه خبر دې ولې زه په دې اندېښمن ېم چی ستاسو رېنجر موټران نه ضد زره دې ، نه د رېموټ د تخرېب الات لری او نه هم مېن پال لرې . احتېاط پکار دې نور زه ستاسی نظر تاېدوم .
قوماندان په خورا لوړ مورال او قوی ولوله ورته ووېل :
دا زما وطن دې که نور څه نشته وېنه خو شته زه دا وطن په خپله وېنه هم ساتلې شم . ماته زما رب کافی دې زه له کوره دشهادت په نېت راوتلې ېم .
هېله ده چی دوی به خپله ګزمه په خېر او عافېت سرته رسولې وی . خداې دی تل زموږ ځوانان که په اردو کښي دې او که په ملې پولېسو کښي د مکار دښمن له شر او شرارته په امان کښی وساتې او ددوی دا پاکې جزبې او ولولې دې تل ژوندې وې .
ېقېنا دوی به خپل مرکز ته بېرته ستانه شوې وې چرته چی ددوی د استوګنې لپاره نوې ودانې رغول شوې دی . ددوی د ارام او خوب لپاره مناسبی کوټی او چامبرونه رغول شوی دی . دوی د خپل روحانی سکون لپاره د لېوا په منځ کښی لوې جامع جمات هم لری . چی هر وخت د تلاوت په شور او ږوږ سره ګرم وې . دملې اردو حافظان او علما د فرصت پر وخت زېاتې شېبی په مسجد کښی تېروې . د بدنې روزنی لپاره پراخ مېدانونه د فوټبال ، کرکټ او والېبال ښه تکړه ټېمونه هم لری . لوېه طعام خانه او دکانفراس لوېه خونه ېې د قرارګاه ښاېست ېو په دوه کړې دی ، د جېم کلب هم شته چی ښه تکړه استادان ېې څارنه کوې .
د پاکې او صفاېې لپاره هم تر وسه بندوبست شته ولې ددی هر څه سره سره بېا هم دملې اردو د قرارګاوې او بېسونه له خارجی قرارګاوو څخه په کېفت او کمېت کښي دومره توپېر شته لکه د افغانستان د اوسنې حالت او د امرېکا ېا فرانس چی څومره توپېر دې . د وساېلو نشتوالې او کموالې ، د صفاېې لپاره منظم پلان او ېا اداره نشته ، دبدنې ساتنی او پاکوالې پوره پاملره ېاخو نشته او ېاهم د خپل خاکسارمېزاجی له مخی هر څوک ورته پام نه کوې لکه نور عام افغانان .
حتی ځېنی خلګ خو دا زحمت هم نکوې چی خپل پاتې شونی او کچره په مقرره ځاېونو کښي واچوې او پاکوالې مراعات کړې . دغسل خانو او شاورانو حالت ېې هم په هېڅ وجه له خارجانو سره نه مقاېسه کېږی .
ځېنی خلک په دې اراده هم وې لکه دوې چی ېواځی مزدوری ته راغلې وې او دا هرڅه دېو څو روپو لپاره کوې . تردې چی ځېنی خو په ګزمه او محاربه کښي هم ورېجی غوښی ، او ېخی اوبه ېا پېپسی غواړې . ولې قومندانان ېې پوه کوې چی نه بچېه : دا خو د کور ېا قرارګاه ژوند ندې اوس به ګزاره کوو .

دوهمه کيسه :
دا په کراچی کښی د جولاېې مېاشت ده چی تازه د بارانونو (برسات) موسم پېل شوې دی . هوا ډېره مزه داره ده زماسره هنډا موټرساېکل دې غواړم چی دنوې کراچی (نېاکراچی) لور ته وخوزېږم او ېو ملګری ووېنم او د جمعی لمونځ هم هلته نژدی وکړم . چی کله راغلم که ګورم ملګرې می دوکان بند کړې دی او دلمانځه د تېاری لپاره دباندې وتلې دی . ماله ځان سره ووېل چی ېاره دجمعې ورځ ده راځه چی د مفتې رشېداحمد لدهېانوی (اوس مړدی) مدرسی ته چی په جامعته الرشېد نومول شوی ده ورشم . او مفتې عبدالرحېم ېې انتظام کوې چی په عام ملاېانو طالبانو کښی په مجاهد مشهور دې ولې ځېنې خلګ ېې د ای اېس ای لوېه مهره ګڼې حتی هغه خلک چی له نژدې ېې پېژنې واېې چی لمونځ هم نکوې او زندېق سړې دی والله اعلم .
ولې د مفتی رشېد ډېر دجهاد تقرېرونه کېسټونه شته ، دجهاد پرفضېلت ېې ډېر څه لېکلې دی او د مخکېنی په اصطلاح جهاد کښی ېې په خوست کښی عملې برخه هم اخستې وه زامن  او بچېان ېې اوس هم په ېوناېټېډ سټېټ کښی اوسې . مفتی رحېم ېې خاص شاګرد دې چی دپاکستان له لوړ رطبه فوجی او سېاسی مشرانو سره داسی بې تکلف مېلاوېږی لکه له ېو عام دوکاندار سره . دطالبانو دتحرېک وزېران او لوی قوماندانان دده دلېدلو لپاره شپی په انتظار کښی تېروی . د مفتی رحېم ېو بل شاګرد او چېلې مفتی بشېرقنداری نومېږی چی انتهاهی متکبر او دملاېې له خوی بوی څخه نااشنا دې اوس دجامعه رشېد په لوېو خلګو کښی شمارل کېږی .
ماچی کله  موټر ساېکل پارک کړ او د شاوخوا پنځه منزله لوې او انتهاېې ښاېسته بلډنګ چی دباندې او دننه سنګار شوی وو په لوېه دروازه ورننوتم نو لوې پارک مې ولېد چی د مدرسی غولې وو . لوې چمن چی په خورا په ډېزاېن جوړ دې پرشاوخواېې رنګارنګ ګولان دې د هر چمن او پارک دروازه ېې په ېو ځانګړې ډېزاېن له خاص لرګېو جوړه او مخصوص ګولان ورباندې را تاو دې . په هوار چمن ګښي مصنوعی او قدرتې لوېه ساېې چی ښاېسته چوکې پکښی لګېدلی دې تا به وېل چی د نېوېارک او ېا د دفارس دکوم لوې سرماېه داره حرم سراې دې . شاوخوا په ډېر ترتېب او سلېقه ګلدانې ښودل شوې دي لويي دخورما وني هم شاوخوا ولاړې دې چی دبلبلانو رنګارنګ اوازونه تری پورته کېږی . لوړ چی بلډنګ ته ورشی د رنګارنګ سنګ مرمر نه جوړی خونې چی ډېری ېخی او خورا پاکې صفادې . پاک پلنګونه الماری او هم ېخچالونه لرې .  د ډوډې داسی انتظام دی چی په ښو هوټلانو کښی هم نشته . ځانته پکښي هوټل او کېنټن هم لګېدلی دې چی په خپل مصرف ډوډی پکښي خوړلای شی . مسجد ېې له دننه په داسی ډېزاېن جوړ دې چی ګوته ورته په غاښ به شی د مسجد مخ ته ېو تېکه ګولان دی چی سړې هوا ګانې اوخوشبوې ېې دننه راځې . د منتظمېنو دفترونه او کوټې لکه د ډېفنس بنګلې له هر څه برخورداره دې . دننه د والې بال مېدان ېې شاوخوا دومره جال لرې چی ګېند دباندې ترې نشی وتلای . مدرسه قدرتې پر لږ څه لوړه جوړه شوی ده چی دی حسن ېې مادې حسن ېو په دوه کړې دې .
کله چی له لمانځه فارغه شوم په چمن کښي د ېوی ګلدانې ساېې ته کښېنستم تور او سپېن پټکې په سر تور پنجابېان کاټن کالې په تن وېنم چی له مسجده راوزی او دګلدستو په څنګ کښی د خپلو منزلو و خواته په خندا خندا روان دې . ېو څو افغانې ملاېان مې هم ولېدل چی کنداري پټوګان ېې پر اوږه وو پوښتنه مې وکړه چی دا د افغانستان دطالبانو خاص خلګ دې هرسړې ته او په تېره بېا افغانانو ته پدې ځای کښی داخله نه ورکول کېږی .
ماته د ټولو لاسونه د افغانانو په وېنو رنګ ښکارېدل او دخپلو فوجېانو معصومی چهری مې مخی مخی ته کېدلی چی په هغه شراېطو کښي ېې تر وطن ځان قرباناوه . پدې فکر کښی شوم چی که زموږ د وطن او زموږ د فوج لپاره هغه شراېط او وساېل چی خارېجان ېې لری نه برابرېږی نو باېد لږ تر لږه دومره خو ددوی ژوند او د ژوند وساېلو ته پام وشی څومره چی ېې زموږ دهېواد دښمنان او د بې ګناه افغانانو قاتلان لری . زما په ېقېن هغه طالب چی له جنګه راستون شی پدې ډول مدرسه نما هوس خانو (ډرېم ورلډ) ځاېونو کښي ورته د بېا تېاری او هوساېنی شراېط برابرېږی . ولې زموږ فوجېان او سرتېری دېخو اوبو له څېښلو هم محرومه دې .

Copyright Larawbar 2007-2024