کور / خبرتیا او پيغامونه / د بارکوال مياخېل د شعرونو لومړۍ ټولګه چاپ شوه

د بارکوال مياخېل د شعرونو لومړۍ ټولګه چاپ شوه


د مينې زړى:


دا د بارکوال مياخېل د شعرونو لومړۍ ټولګه ده، چي همدا روانه اوونۍ په کوټه کې د (١٠٠٠) ټوکو په شمېر په ١٨٣ مخونو کې چاپ شوې او د لمر خپرندويې ټولنې له خوا خپره شوې ده.


په دې ټولګه کې د شاعر ٧٢ غزلې او ٢٣ نظمونه راغلي دي.


(دمينې زړی) دبارکوال مياخېل شعري ټولګه


بارکوال مياخېل په کوټه کې اوسېږي او تر دې وړاندې يې درې نور ژباړل شوي کتابونه هم چاپ شوي دي، چي لومړى د کاڼي اوښکې لنډې کيسې، دويم د لوېديځ دوه مخيتوب سياسي کتاب او درېيم دود يا رواج ناول دى او څلور کتاب يې همدا شعري ټولګه ده.


د يادونې وړ ده چي په نيژدې راتلونکي کې د بارکوال مياخېل د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه هم له چاپه را وتونکې ده.