ماسکو او لندن بيا خوابدي شوه

د لراوبر اداره | جولای 12th, 2008


په داسي حال کي چي څو مياشتي کيږي د مسکو او لندن په مابين کي ناندری لږ شوی دئ، خو په مسکوکي د روسيې چارواکو لخوا د انګليس د سفارت يو لوړ کچی ډيپلوماټ په جاسوسۍ نومول، ددې دوو هيوادو اړيکي يوځل بيا ترخې کړې .


د آسوشیتدپرس خبري آژانس خبر ورکړ چي د انګليس د بهرنيو چارو وزارت منلې ده چي روسيې په مسکو کي د هغوی  د  سفارت  د سوداګرۍ  يو لوړ کچی مقام په جاسوسۍ تورن سوی دئ .
 
داسي بريښي چي دغه تور به يو ځل بيا د مسکو-لندن په اړيکو کي تاو تريخوالۍ را زيات کړي .


تيره ورځ د اينټر فکس خبري آژانس  د روسيې د مخفي  خدمتونو د  برخي د يوه مقام په حواله ګزارش ورکړ چي : داسي ګومان کيږي چي “کریسټوفر باورز”، په  مسکو کي د انګليس په سفارت کي د تجارت او پانګي اچووني د چارو مشر، د انګليس د اطلاعاتي سازمان  يو لوړکچی  مقام وي .


پخوا هم د روسيې او انګيس تر مينځ اړيکي د هغه راهيسي چي په کال   ۲۰۰۶کي د  کي جي بي  يو پخوانۍ مامور “الکساندر لیتویننکو” په لندن کي په مرموزه توګه ووژل سو،کړکېچني سوي وې .

Copyright Larawbar 2007-2024