کور / خبرتیا او پيغامونه / د ميدان وردګو ولايت لپاره دمبارکۍ اوخوښۍ په دود څوکرښی

د ميدان وردګو ولايت لپاره دمبارکۍ اوخوښۍ په دود څوکرښی

دمیدان وردګوولایت لپاره دروښان فکره ، لیکوال اوقلموال ځوان پرټاکنه دمبارکۍ اوخوښۍ په دود څوکرښی.

دافغانستان دحکومت دواک پرګدۍ دولسمشرحامدکرزی له کښیناستلووروسته نيژدی اوه کاله تیریږی خودادی ایله اوس په حکومت کی ( دکارواهل کارته دسپارلو) ځینی څرکونه لیدل کیږی .

له کله نه چی ښاغلی کرزی واک ته رسیدلی ملت ته یی دکارواهل کارته دسپارلو، اداری فسادختمولو، په بشرضدجنایتونودککړواوجنګی جنایتکارانوله واکه غورځولواودیوی واقعی دموکراسۍ اوښایسته سالارۍ تودی وعدی پیل کړی .

دتیرواووکلونوپه بهیرکی دیادو وعدو له زیات تکرارسره دخلګوغوږونه بیخی عادی سوی او اوس چی کله دچارواکوله لوری کومه وعده ورکول کیږی نوخلګ  له هغه کارڅخه لاس پریولی اوداسی یی انګیری چی ګواکی داکارنه کیدونکی دی .

دغه وعدی داسی سوی لکه دمرکزی حکومت له خوادځینوپیښواووژنوپه اړه دتحقیقاتودکمیسیونوکار .

په کابل کی دډاکټرعبدالرحمن له وژل کیدو وروسته دتحقیقاتولپاره دکمیسیونودجوړیدا رواج رامنځته سو، چی وروسته نوبیا ددغه ډول پیښودڅیړنی په موخه لسګونه ورته کمیسیونه په کاروګمارل سول چی لایی تراوسه دپایلودرک اوپرک معلوم نه دی .

یوازی یوکمیسیون چی له تمی خلاف یی ژردخپلوتحقیقاتوريښتینی پایلی اعلان کړی دنورستان اوننګرهاردهوایی بمارپه ترڅ دملکی وګړودوژنی دتحقیقاتووو،چی په وینایی له څلویښتوزیات ملکی کسان یی وژلی دی .

خیر، خبره می یوه رامښلولی وه اوپای راڅخه پربله ولاړه .

دمیدان وردګوولایت دوالی په توګه دیوه لیکوال اوژورنالیست دټاکل کیدوخبره می کول ، دغه کارهیله راته پیداکړه چی ګوندی نوربه کرزی صاحب دی ته متوجه سوی وی چی له روښانفکرانو، لیکوالواوپوهوکسانوپرته یی نسی کولای .

ښایی کرزی صاحب اوس دی ته ملاتړلی وی چی ولایتونه له ټیکی راوباسی اودپخوانیوټوپکوالوپرځای پکښی پوه اووړکسان په کاروګماری .

حلیم فدایی یوځوان ژورنالیست ، لیکوال اودنظرخاونددی ، هیله لرم چی هغه به وکولای سی ددغه ولایت دخلګولپاره کاروکړی اودهغوی ددرد دواسی .

دلوی خدای څخه غواړم چی فدایی صیب په خپل پاک ، سپیڅلی اوشفاف کارسره دخلګوداباورلاهم غښتلی کړی چی قلموال دخلګوریښتینی خواخوږی دی اودهغوی په درد پوهیږی اوددردونو درمل یی کیدای سی .

په همدی هیله
دخدای په امان
احمد فرزان

دکندهارکلیدراډیودخپرونومسئول او دترینکوت پنځلس ورځنۍ جریدې دامتیازڅښتن اومدیر