کور / سياسي / د امن گډه جرگه، د سولې او دوستۍ هڅه او د پاكستان ناغېړي

د امن گډه جرگه، د سولې او دوستۍ هڅه او د پاكستان ناغېړي

ولې پاكستان د ولسونو له سمو پريكړو او تصميمونو تښتې؟
په روان بحران كې به پښتانه نور څومره تاوان وركوي؟


ښايې په سيمه كې روان بحران، يو له هغو مغلقو بحرانونو څخه وي چې حل يې په لنډ وخت او د روانو معاملاتو له لارې ممكن نه وي. د سپتمبر له پېښې وروسته او د وخت په تيريدو سره افغانانو ته شديداً محسوسيږي چې د دې بحران تر ټولو ستر تاوان او قرباني دوى پخپله وركوي، پدې تاوان كې تر ټول غټ قيمت د ديورند پر كرښې پراته قامونه او پښتانه قبايل وركوي.

په تيرې يوې پېړۍ كې كه د انگريزي امپراتورۍ توفان و، كه د شوروي اتحاد بې رحمه يرغل و او كه همدا اوس اوس چې په هيواد كې د القاعدې او نورو وير اچونكو ډلو په وړاندې كومه مبارزه او تصفيه روانه ده، پدې ټولو كې لوى تاوان بيا هم مظلومو افغانانو وركړې.

پدې كې هم شك نشته چې د انگريز په شكست كې او د افغانانو د وينو له بركت، د سيمې ډېر هيوادونه خپلواكۍ ته ورسيدل او هم د روسي ښكيلاك په وړاندې د افغانانو بې سارى جهاد د دې سبب شو چې شوروي اتحاد دړې وړې شي او د سيمې شاوخوا هيوادونه د استبداد له شر څخه مصون پاتې شي، خو د دې په مقابل كې افغانانو ته پرته له بربادۍ، اقتصادي ضعف، فقر، كورنى وير او دجنازو له كتارونو نور هيڅ ورپاتې نشول.

افغانان به دا هير نه كړي چې په هيواد كې يوه لسيزه داسې كلونه راغلل چې كه دغه نړيواله پاملرنه او همكاري له افغانستان سره نه وايى شوي، نو يقيناً چې افغانستان به په تدريج سره د سيمې د هيوادونو تر مينځ د تقسيم تر څوكې رسيدلى و. دوى د اسلامي انقلابونو او اسلامي جمهوريتونو په نوم افغانستان ته د گاونډ نه بلكې د يوه ميرات مړي هيواد په سترگه كتل او هيله يې درلوده چې د كردستان په څير به دا خاوره او عظيم ملت په خپلو كې سره وويشي او….. خير دا خو د پرون كيسه وه، كه څه هم هيرولې يې نشو خو دا چې پدې اوسنيو شرايطو كې څوك خپل ملي دين په څه ډول ادا كوي، پدې اړه قضاوت پخپله ملت ته راجع كيږي، اما دا هم بايد په ياد ولرو چې په اوسنيو دشوارو او ستوغو شرايطو كې، داسې شرايط چې كه په اصلي واقعيتونو يې ملت خبر شي نو يقيناً و به ژاړې، خو په همدغسې شرايطو كې د افغانستان د اوسني زعامت نقش (د ښاغلي حامد كرزى په مشرۍ) او د دې زعامت په ماحول كې د ځينو هغو شخصيتونو رول چې د افغانستان د ملي منافعو، ملي وفاق، ملي وحدت، د افغانستان د خلكو او د افغانستان د خپلواكۍ او سرلوړۍ لپاره يې لوبوي، هغه به د دې هيواد د تاريخ يوه وياړمنه برخه وي. او دا به هم په ياد لرو چې په همدې موجوده شرايطو كې ځينو اشخاصو اوكړيو دومره ظالمانه او وطن دښمنه رول لوبولى چې كه خداى يې د لوبغاړو مخونه يوه ورځ رسوا كړي نو…خير باور لرم چې: ((د فلك له ګوشمالۍ به خلاص نشي، څو گردون په جهان شته دى تلوار مكړه)) ښايي يوه ورځ ولس ته هغه واقعي مجبوريتونه هم جوت شي، چې د ولس د نجات او سرلوړۍ لپاره، د افغانستان زعامت گاللي، اما خداى دي د ولس د خاينينو مخونه تل تور لري.

دم گړۍ بيا هم تر ټولو ستر وير د افغانانو پر ټاټوبې او غولې راكوز شوى، دغه وير تر ډېره حده له ځان سره هم اقتصادي ضعف راوړى، هم يې فقر راوړى، هم يې پسمانده گۍ او هم يې د دواړو دوستو هيوادونو ترمينځ اړيكي شلولې دي. هغه اړيكي چې د افغانستان او پاكستان د گڼو پښتنو قامونو ترمينځ له سوونو كلونو راپديخوا موجودې وي، دغو اړيكو د دواړو هيوادونو ترمينځ د ثبات او دوستۍ په ټېنگښت كې د قدر وړ رول درلود، له كلونو راهيسې سرحدي سيمې د دولت له سپاهيانو خالي وي، خو همدې قبايلو د خپلو سيمو په ساتنې كې خپل وزن او نقش درلود. د ديورند لاين د دواړو طرفونو قامونو ترمينځ بې شمېره فاميلي اړيكي، ازدواجونه، گډ تجارتونه، گډې كروندې، گډې جرگې او گډ مشتركات موجود و. د گڼو مذهبي، كلتوري، عنعنوي، ژبنې، قومي او اقتصادي مشتركاتو ترڅنگ په نسلي لحاظ د دواړو طرفونو قبايلو ترمينځ دومره نژدې والى او قربت شته چې په مشكل سره يو څوك كولى شي چې د پولې د خلكو ترمينځ تفكيك وكړي. قامونه كه مومند دي، كه شينواري، كه وزير، كه افريدې، كه سليمانخيل، كه دوراني، كه غلجايي، كه سدوزي، كه سليمان زي، كه مسعود، كه باريكزي، كه بلوڅ كه اڅكزي او… دا ټول د ۲۷۰۰ كيلومتره سرحدي كرخې په دواړو اړخونو كې پراته دي او ترمينځ يې راشته درشه او خانواده گي رشتې دي.

دغه رشتې د كلونو په جريان كې او په لوى لاس د پاكستان د نظامي كړيو لخوا تضعيف شوي. د پښتنو ترمينځ د بيلولو پروسه له هغه زمانې څخه چې د ديورند تړون لاسليك شوى، جاري ساتل شوې. د ديورند لاين په دواړو اړخونو كې د قومونو ترمينځ د دښمنيو او بديو له ايجاد څخه نيولې، د دوى تر مينځ د گڼو دفتري او اجراييوي فاصلو تر څنگ پدې وروستيو كې د قبايلي مخورو او مشرانو نقش، مذهبي تندلارو او افراطي ډلو ته سپارل او په تدريج سره د دې سيمې تاريخ او اړيكي نابودول، د دې پروسې يوه برخه ده.


د امن گډه جرگه

د افغانستان او پاكستان ترمينځ د ايجاد شوې بدفهمۍ په وړاندې او هم په سيمه كې د پرتو ستونزو د حل لپاره، جدي اقدام ته اړتيا وه. هغه بدفهمۍ چې د افغانستان او پاكستان ترمينځ راپورته شوې وي او هم د هغو غوښتنو او انتقادونو د ځواب لپاره چې د افغانانو لخوا، د پاكستان له لورې د تخريبكاره عناصرو د ملاتړ په اړه، مطرح كيدې او په ټېنگار سره ويل كيدل چې، ولي په لوى لاس د تخريبكاره عناصرو جگړې او په پايله كې د دوى په وړاندې د نړيوال ائتلاف او هم د پاكستاني پوځ عمليات يواځې په هغو سيمو كې ديره شوې چيرته چې پښتانه اوسيږي؟!

ځينې داسې تبصرې په كور كې د ننه د يو لړ سياسي تبعيضي گروپونو لخوا او هم په غربي رسنيو كې د هغو بې خبره څېړونكو لخوا په مسلسل ډول خپريږي، چې گويا په گرده سيمه كې د افراطيت، تشدد، خشونت او بغاوت عامل پښتانه دي، د همدې منفي او ناعادلانه تبليغاتو اثرات د پاليسۍ جوړونكو تر ميزونو پورې ورسيدې چې په پايله كې يې له يوې خوا جگړه د ديورنډ لاين په دواړو طرفونو كې متمركزه شوه او له بل پلوه د مقامي خلكو او دواړو دولتونو ترمينځ فاصلې زياتې شوه، چې له دې كار څخه وسله والو افراطيانو گټه پورته كړه. كه دغه سلسله په همداسې ضريبونو او فرضياتو باندې چې راروانه ده ادامه ومومي، نو ډېر شديد احتمال شته چې د قبايلي سيمو وزگار ځوانان د وسله والو افراطيانو په صفوفو كې تنظيم شي.

يو بل مهم عامل چې سيمه يې له مزمن كړكيچ او د بغاوتونو لپاره زمينه سازه كړې، هغه د د ديورند پر پټاره د استوگنو قامونو او قبايلو وروسته پاتې والى او اقتصادي ضعف دى. په تيرو څو پېړيو كې چې دلته كومه پسمانده گى شته لا تر اوسه پورې پاتې ده، نوره نړۍ د هيوادونو په تقسيم كې د يوه نړيوال كلي حيثيت ورخپل كړى، خو پدې پټارې پراته قامونه اوس هم كلي كلي او خيل خيل دي، د دوى په كورونو كې اوس هم د تيلو لاټين بليږي، لاهم د كاڼې او خټو په نغري كې ډوډۍ پخوي او په لاسي شړيو بيده كيږي، دلته لاهم اوبه د گودرونو او منگو دي او…

هدف: پدې خاطر چې په دې ۲۷۰۰ كيلومتريزه پټاره كې د افراطيت، خشونت، تشدد مخه ونيول شي او هم د سيمې د ودې، انكشاف او اقتصادي پرمختگ زمينې مساعده شي، او هم د دواړو هيوادونو ترمينځ دوستانه اړيكې لا مضبوطي شي او پدې ترتيب د بغاوتونو او د ترهگرو ډلو لپاره له دې سيمو نه د استفادې بهانه او د دواړو دولتونو ترمينځ د بدگمانۍ فضا ختمه شي، د افغانستان جمهور رئيس د ۲۰۰۶ كال د سپتمبر په ۲۷مې نېټې د امريكا د جمهور رئيس (جورج واكر بوش) په حضور كې د پاكستان ولسمشر (جنرال پرويز مشرف) ته د امن د گډې جرگې ابتكاري طرحه وړاندې كړه. دغه طرحه چې په تاريخې لحاظ د سيمه ييزه بحرانونو او لانجو د حل لپاره يوه تجربه شوې شيوه ده، په معاصرو سياسي فورمولو كې د ديموكراسۍ تر ټولو لوړ او واقعي طرزالعمل ده، د خلكو له خلكو سره اړيكه يا People to People Connection دا يوه داسې طرحه ده چې په طبيعي او انساني توگه د معضلاتو او خوابديو د رفع كولو لپاره مطرح شوه. د افغانستان له اړخه پوره يوكال د دې طرحې د پلې كولو لپاره هڅې وشوې، هميشه به پاكستان په يوې بلې بهانې د جرگه د تدوير موضوع ځنډوله، تر دې چې بلاخره د جرگې د دارالانشاء د صادقانه هڅو، په خاصه توگه د ډاكټر فاروق وردك او د هغه د ځوان ټيم په مټ، د ۲۰۰۷كال د آكست په مياشت (۹-۱۲آگست) كې د كابل ښار د لويې جرگې په خيمه كې، د دواړو هيوادونو د گڼ شمېر استازو (۳۵۰ تنه له افغانستان او ۲۵۰ تنه د پاكستان) په گډون د امن لومړنۍ گډه جرگه تدوير شوه.

پدې جرگه كې پنځه عمده ټكې د بحثونو لپاره وړانديز شول چې د گډې جرگې د پنځو كميټيو لخوا تر بحث لاندې ونيول شول او په پايله كې دواړو هيوادونو د امنيت د ټېنگښت، سولې، دوستى او پرمختگ لپاره يو لړ سپارښتنې پدې توگه وړاندې كړې شوې:

لومړى: د امن گډې جرگې په يوه خوله او يو غږ تروريزم دواړو هيوادونو ته گډ گواښ وباله او ويې ويل چې دتروريزم پر خلاف جگړه او د دوى د پټنځايونو او روزنځايونو له منځه وړل دې د دواړو هيوادونو د ملي پاليسيو او امنيتي ستراتيژيو يوه نه بېلېدونكې برخه وي.

دوهم: د امن گډې جرگې د يوې داسې جرگه گى د جوړيدو پريكړه وكړه چې د هرې خوا له ۲۵+۲۵ مخورو غړو څخه به د درېو اهدافو لپاره هڅې پر لار اچوي:

الف، له مخالفينو سره د سولې او پخلاينې د روان بهير چټكول

ب، د امن د گډې جرگې د پريكړو او سپارښتنو د څارلو او پلې كولو لپاره د منظمو ناستو او غونډو جوړول

ج، د امن د راتلونكي گډې جرگې د جوړولو لپاره د طرحې ترتيب او د اسانتياو برابرول


دريم: د امن گډه جرگه يو وار بيا د دواړو هيوادونو ترمينځ د ورورولى د اړيكو پر حياتي ارزښت، د متقابل احترام، نه لاسوهنې او سوله ييز گډ پاېښت لپاره ټېنگار او د دواړو هيوادونو ترمينځ د اقتصادي، ټولنيزو او كلتوري اړيكو دلا پراختيا سپارښتنه كوي.


څلورم:د امن گډې جرگې غړو كلك باور څرگند كړ چې ترهگرۍ او د نشه يې توكو قاچاق يو له بل سره تړل شوي او د نشه يې توكو، اپيمو او نورو نا قانوني توكو كرل، پخول او قاچاق يې وغندل. جرگې پر دواړو حكومتونو غږ وكړ چې د دې مصيبت پرضد دې هر اړخيزه مبارزه پيل كړي، جرگې د نړيوالې ټولنې مسووليتونو ته هم اشاره وكړه او ويې ويل چې بزگرو ته د بديل معيشت په برابرولو كې دې دا ټولنه له افغانستان سره مرسته وكړي.

پنځم: جرگې غوښتنه وكړه چې د افغانستان او پاكستان اسلامي جمهوريتونه دي د نړيوالې ټولنې په مرسته له ترهگرۍ څخه په متاثره شويو سيمو كې په اقتصادي او ټولنيز ډگر كې زېر بنايي او بنسټېزي پروژې پلې كړي.


د همدې سپارښتنو د تطبيق كولو په اړه دواړو هيوادونو په گډې جرگې كې ژمنه وكړه، چې د پنځو واړو كميټيو وړانديزونه به، تر راتلونكي گډې جرگې پورې پلې كوي.


پدې سلسله كې، د گډې جرگې د سپارښتنو سره سم، د ۱۳۸۶ كال د ميزان په ۲۶مه (د اكتوبر ۱۸مه كال ۲۰۰۷) د افغانستان د جمهور رئيس لخوا، د جرگې د پريكړو د عملي كولو لپاره ۲۵ كسيز كميسيون جوړ كړ.

د افغانستان له اړخه د افغاني كميسيون كارونه په ډېرې چابكۍ سره پر مخ روان شول، د گډې جرگې د پريكړو د تطبيق لپاره د افغاني كميسيون لخوا پنځه كميټۍ جوړې شوي، كميټو په مسلسل او منظم ډول خپلې غونډې پيل كړې او يو لړ مهم معلومات او نظريات يې تر لاسه كړل، خو د پاكستاني اړخ كميسيون تر دې دمه لا نه دى ايجاد شوى.

د لومړي ځل لپاره د جرگه گۍ په استازيتوب د افغاني كميسيون شپژ تنه غړي، د ښاغلي فاروق وردك په مشرۍ (۲۳ اكتوبر ۲۰۰۷) پاكستان ته د پاكستاني كميسيون د مشر ښاغلي آفتاب احمدخان شيرپاو په بلنه سفر وكړ، پدې ناسته كې د افغاني كميسيون لست رسماً پاكستان ته وسپارل شو، چې له ژمنه سره سم پاكستاني پلاوي وعده وكړه چې په راتلونكو څو ورځو كې به پاكستان هم، خپل لست افغاني لور ته وسپاري.

بيا د ۲۰۰۷ كال د سپتمبر په ۲۹ د افغانستان جمهور رئيس او د بهرنيو چارو وزير د يوه لوړ پوړې دولتي وفد په ترڅ پاكستان ته لاړ، هلته د نوي حكومت لپاره انتخاباتي مبارزې پيل شوې وي، په داسې حال كې چې بينظير بوټو هم په همدې ورځ ترور شوه، د پاكستان چارواكو ژمنه وكړه چې په نږدې ورځو كې به د پاكستاني كميسيون لست بشپړ او افغانستان ته به يې راواستوي.

په همدې سلسله كې د ۲۰۰۸كال د مارچ په مياشت كې د افغانستان خارجه وزير پاكستان ته لاړ او په مكرر تاكيد يې د جرگې د لړيو تداوم وغوښتله، چې د پاكستان د نوي حكومت له خوا ورته گرمې ژمنې وركړل شوي، پاكستاني اړخ ويلې و چې د مارچ تر پايه به د خپل لست غړي بشپړ كړي.

بيا د همدي كال د جون په ۶مې د پاكستان د بهرنيو چارو وزير (محمودشاه) افغانستان ته راغى او پر جرگې يې خاص تاكيد وكړ. دوى ويل چې په دوو اونيو كې به د پاكستاني غړو لست اعلام كړي، خو اعلام يې نه كړ.

په دې وروستيو كې د جون په ۱۸ مه د پاكستان د كورنيو چارو وزارت يو لوړ پوړې چارواكي، امتياز قاضي د تليفوني په ترڅ كې صريحاً خبر وركړ چې د افغاني كميسيون لست ځينې ورك شوى او غواړي دا لست ورواستول شي، چې په همدغه ورځ د افغاني كميسيون د دارالانشاء لخوا ور واستول شو، امتياز قاضي ژمنه وكړه چې د جون په مياشت كې به د پاكستاني غاړې لست چې د هغه هيواد د صدراعظم د تائيد لپاره د هغه پر ميز پروت دى، افغانستان ته ورسيږي، خو دا دى اوس چې د جولاى مياشت دوهمې اونۍ ته رسيدلې، لا هم د پاكستان د حكومت لخوا په دې هكله ناغيړې كيږي.


پاكستان ولې له جرگې څخه تښتې؟

پدې كې شك نشته چې د ۲۰۰۷ كال د آگست له مياشتې وروسته، كله چې جرگه ختمه شوه، په پاكستان كې يو لړ ډراماتيك بدلونونه راغلل، د دې بدلونونو په لړ كې د سترې محكمې د قاضى القضات، افتخار چوهدرى برطرفه كول او پر ځاى يې د وجيه الدين احمد ټاكنه سبب شوه چې شپژ مياشتې، د مارچ نه تر اگست ۲۰۰۷ پورې يې دوام وكړ، حتى د جرگې په جريان كې هم د پاكستان وضعيت چندان سم نه و.

ورپسې د نومبر په دريمې د دسمبر تر ۱۵ پورې په پاكستان كې بېړنى حالت اعلام شو. د همدې كال (۲۰۰۷) د اكتوبر په ۱۸ بې نظير بوټو هيواد ته راستنه شوه، د دې راتگ په داسې يوې چاودنې ولمانځل شو چې ۱۳۸ تنه مړو تر څنگ يې څه د پاسه د ۳۰۰ تنه ټپيان كړل، د ۲۰۰۷ كال دنومبر په مياشت كې د نوازش شريف او بې نظير بوټو له خوا د انتخاباتو لپاره تياريانې پيل شوې، چې دوه نيمې مياشتې ټول پاكستان مشغول وساته، بيا د ۲۰۰۷كال دسپتمبر په وروستيو كې بې نظير بوټو ترور شوه، خو له دې ټولو سره سره، د ۲۰۰۸كال دفبروري په مياشت كې نوى حكومت راغى. لكه څنگه چې پورته اشاره وشوه، د نوي حكومت لخوا درې څلور ځلې د گډې جرگې د دوهم او دريم پړاو د پيل كيدو خبرې وشوي، څو ځلې رسمي ژمنې وشوې خو په صادقانه ډول د جرگې د دايرو لپاره د پاكستان عزم ښكاره نشو.

ډېرې داسې سطحې بهاني شته چې پاكستاني چارواكې يې د خپلې ناغيړۍ په اړه بيانوي، خو كه خبره د بهانو وي، نو په افغانستان كې هم حالات ډېر ستونزمن او له گواښونو ډك دي، اما د افغانستان حكومت كله هم د خپلو ژمنو په وړاندې پستي او بهانه گيري نه ده كړې. په ژمنې وفا د افغانانو يو داسې ارزشي اصل دى چې په هيڅ حال كې ترينه نه اوړي، ځان په مخاطره كې غورځوي، خو د خپلې وعدې په وړاندې وفادار پاتي كيږي.

مگر واقعيت دا دى چې د پاكستاني چارواكو عزم د هماغه نظامي كړۍ په څېر پر شوم نيت بنا دى، په كوم كې چې يواځي د يوې نظامي كړۍ خير او مصلحت مطرح دى. دغه نظامي كړۍ په ډېرو سختو او دشوارو شرايطو كې پر افغانانو خپل ستم تپلى. دوى په تيرو ديرش كلونو لوبو كې افغانستان او افغانان دومره ځپلې چې اوس په اسانه پورته كيداى نشي. د اسلامي انقلاب د ملاتړ په رسم يې، په افغانستان كې نظامي، سياسي او فرهنگي شرايط داسې عيار كړي و چې ګويا په يوه خرپ به دا بشپړ هيواد د دوى په يوې صوبې بدل شي، حال دا چې دا هم دوى ته ثابته ده چې د دې هډوكو خوړل د ژامي د ماتولو تر څنگ كولمې هم څېري!!

نن كه پاكستان له جرگې تښتې په لوى لاس يې هدف دا ده چې په تدريجي ډول د افغانستان قامونه يو په بل پسې محوه كړي، په اول سر كې يې له نړيوال ماحول نه په استفادې، دپښتون قام پسې توره راوخيسته، دوى ته په قبايلو كې ټول پراته معزز پښتانه قامونه غليم دي، دوى پلان لري چې دغه سيمه او پكې پراته قامونه دومره وځپل شي چې بيا نه د ديورند  كرښې خبره وكړي او نه هم په افغانستان كې د افغانستان له خپلواكۍ څخه د دفاع طاقت پكې پاتي شي، ښايي پنجابي بابو ته معلومه وي چې پدې خاوره كې پښتانه هغه غښتلې مټي دي چې له خپل وطن نه د دفاع چاره په هر حال كې كوي او د چا تر يوغ لاندې نشي راتلاى. ځكه نو غواړي د خپلو منفي سياستونو له مخې د يوې داسې تصفې طرفدار دي چې، پكې د سيمې بهادر، غيرتي، مقاوم او عزتمن قومونه يو په بل پسې وځپې.

تاريخ ثابته كړې چې كله هم په افغانستان ورځ ډېره بده راشي نو بيا ټول قامونه او ټول افغانان په گډه او په يوه غږ د متجاوز په وړاندې دريدلې او له خپلې خاورې څخه يې دفاع كړې.

په هر حال، كيداى شي د امن د گډې جرگې لپاره، بالاخره پاكستاني نظاميان او چارواكي د خپل ولس او دسيمې د پرتو ولسونو غوښتنې ته غاړه كيږدي، مگر يقيناً چې په هغه حال كې به دوى دغه غوښتنې ته د مجبوريت له مخې غاړه ايښې وي، نه د صداقت او اخلاص له مخې.

د پاكستاني واكمنو دوه مخې سياستونه نه يواځې دا چې ورځ په ورځ نړيوالو ته برملا كيږي، بلكې د دې سياست په نتيجه كې دوى تر ټولو غټه ضربه سپېڅلې اسلام ته رسولې ده. د اسلام خشن تصوير د همدې پنجابي نظامي سناريستانو لخوا طرحه او بيا يې صدمه ټول اسلامي امت ته ورسيده، د دوى د سياستونو په نتيجه كې د اسلامي سپاهيانو كوم موج چې د مرگونو لپاره جوړ شوى، اكثريت يې د پښتنو قبايلو له وزگار ځوانانو جوړ شوى، دا د پنجاب يو ډېر پخوانى آرمان دى چې دا ساده او په زړه پاك پښتانه ځوانان، كه په لر كې دي او كه په بر كې، بايد په جگړو كې ويلي شي، ځكه يې په تيرو ديرشو كلونو كې د لين ديخوا پښتانه او په تيرو اوو كلونو كې، تر سپتمبر وروسته، او هم د طالبانو په عصر كې يواځې پښتانه قامونه د ښامار خولې ته ور توى كړي دي. نن كيداى شي دا واقعيت څرگند شوى وي، چې د دې ځوانيمرگو رضاكاره سپاهيانو كورنۍ د يوه پنجابي بابو په كور كې د نوكرۍ تر درويزې پورې محتاج شوي خو…

باور لرم چې د سيمې دا ساده وگړې او بې آلايشه قامونه به يوه ورځ پدې شومو عزايمو او نقشو پوه شي، او هغه مهال به يو ځل بيا تاريخ خپله پريكړه تكرار كړي او پدې ترتيب به دا د بلا او طوفانونو په خوله كې پراته عزيز وگړې سره نژدي كيږي. دوى به بيا هم په يوه كور كې او تر يوه چتر لاندې سره گډ ژوند كوي.

اميد دى چې همدا منفي سياستونه، ولو كه د هر چا له خوا دي، د دې پر ځاى چې افغانستان او يا د سيمې درانه قامونه وخوري، د دې سبب شي چې پخپله ديورند لاين وخوري، پنجاب وخوري او…خو خداى دې مسلم امت ته خير كړي.


نن هم زموږ نيت صاف دى، افغانان د ځان د خير تر څنگ د پاكستان د نجيب ولس او د سيمې د ټولو ګاونډيانو خير غواړي، كاش مقابل اړخونو هم زموږ سره په همدې نيت تعامل درلودلى او د اور او باروتو د لوبو پر ځاى يې د ټولې سيمې د شيرازې او عمران هڅه په گډه له دې ځپل شويو وگړو سره پيل كړې وايى. دا عزيز وګړې او د دې ځپل شويو سيمو تنكي ماشومان اوس هم په خپلو برندو برندو سترگو كې د سولې، عمران، ودې او سوكالۍ خوبونه ويني.

بايد ومنو چې دا پرتې بدبختۍ په جگړو نه، بلكې پر انساني معيارونو، سوله ييزه هڅو، اقتصادي ودې او د اسلام د مقدس دين د سپيڅلو ارزښتونو په واقعي تطبيق محوه كيداى شي، نورې لارې خو په ديرشو كلونو كې تجربه شوې، آيا دغو ټولو اوږدو لارو سيمې ته بسياينه راوړل شوه؟ آيا دغه بدبخته جگړې چې روانې دي، د پنجابي واكمنو لپاره ډېره گټه رسوي، كه د همدې په اصطلاح د اسلام د سپاهيانو لپاره؟ آيا پدې كې به د وطن خپلواكي محقق وي؟ او كه به بيا هم د پرون په څېر زموږ د ولس د جهاد د دور د قربانيو په څېر ويني زموږ وي او چړچې او برياوي به د نورو وي؟ پرون هم پدې هيواد كې ويني د افغانانو وبهيدي، انقلابونه وشو، وطن د افغانانو وران شو، خو د جنگ گټونكي او بايلونكي نور وو