کور / راپور / د هلمند ادبي بهیر۳۷۱مه غونډه

د هلمند ادبي بهیر۳۷۱مه غونډه

نن جمعه د کال ۱۳۹۶یم هجري لمريز کال د غبرګولي د میاشتي په نولسمه نیټه دهلمند ادبي بهیر ۳۷۱مه اوونیزه ادبي غونډه ترسره شوه.

غونډه د تېر په توپیر پر دوو برخو وېشل شوې وه،چي لمړی برخه کي وینا او بیا ورپسي ښکلې مشاعره ګډون والو ته وړاندي شوه، وینا د هلمند ادبي بهیر د مشر سید محمد(حیرت) لخوا د غونډي برخه والو ته واورول شول، ښاغلي حیرت لمړی ټولو ملګرو ته هرکلی ووایه،وروسته یې په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي انسان د ځمکي پر مخ بې مسؤلیته ندی پیداشوی،نوموړی هغه مبارک آیت شریف ته اشاره وکړه چي پکي د خدای ج د لوري انسان ته د ځمکي پرمخ د خلیفه خطاب شوی،ښاغلي حیرت د همدې ایت پر بناء پر ټولو ځوانانو غږ وکړ،چي د خپلو ادبي هڅو تر څنګ د هیواد ابادوني او د افغان انسان د فکر په روزنه کي خپله هیڅ هڅه سپما نکړي او تل په دې برخه کي هڅاند او ځیرک اوسي.

ځکه دا د هر افغان انسان مسؤلیت دی چې د خپل هیواد په سمسورتیا کي خپل حق اداکړي،د وینا په وروستی برخه کي ښاغلي حیرت د ټولو هغو سایټونو لکه تاند،ټاټوبي او ځینو نورو څخه د زړه له تله مننه وکړه چي د بهیر اوونیز راپور یې هر وخت په تود هرکلي او دقیق وخت خپور کړی.

تر وینا وروسته په دویمه برخه کې مشاعره پیل شوه،چي د زیاتو هغو په توپیر پکي د شعر برخه ډېره په زړه پوري او جذابه وه،د ترنم په برخه کي د بېلابېلو ملګرو لخوا نعتیه کلامونه د ترنم په ښکلي انداز واورول شول،همدارنګه د ټولو شاعرانو ملګرو لخوا د نظم او غزل تر سرلیکونو لاندي جذاب شعرونه په برخه والو پېرزو کړل شوه،وروسته نننۍ ادبي غونډه د اختيتاميه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېدل.

درنښت مو

راپور: عرفان (همدرد)
#دهلمندادبي_بهیرنشراتي_څانګه