کور / تازه خبرونه / خبريالان د صمد روحاني قاتلين غواړي

خبريالان د صمد روحاني قاتلين غواړي

د هلمند خبریالان: حکومت په ۹ کلونو کې د صمد روحاني د قتل دوسیه و نه څېړله.

د هلمند ازادو خبریالانو د عبداصمد روحاني د تلین په مناسبت د هغه او په ياد ولایت کې د شهیدو شو خبریالانو د اروا خوشاله کولو لپاره د قران کریم ختم وکړ، د هلمند خبریلانو به هر کال د جوزا په ۱۹ د شهید روحاني تلین په شانداره مراسیمو لامنځلو خو سږ کال يې هغه ته دثواب په خاطر یواځې په هغه پسې د قران کریم ختم وکړ.

د هلمند خبریالان وايي چې د دولتي چارواکو له ډيرو بېځایه ژمنو څخه ستړي شوي، نو ځکه يې سږ کال د صمد روحاني، نور احمد نوري، نعمت الله زهیر، نظرمحمد مجنونیار او عبدالهادي همدرد روح ته د قران کریم ختم وکړ او هغوی ته يې د دعا لاسونه پورته کړل.

د صمد روحاني په تلین کې د وخت هر والي او امینه قومندان د کار له پیل سره سم دا خبره تازه کړې چې د خبریالانو د قاتلیونو په نیولو کې لټي شوې او دوی به ډير ژر دغه قضیې وڅيړي او د خبریالانو قاتلین به ژورنالیستانو او ولس ته په ګوته کړي خو تر اوسه په دې اړه عملي څه ندي شوي.

د کابل پریس کلب مشر عزیز احمد تسل وايي چې د خبریالانو ددوسیو په څيړلو کې امنیتي بنسټو په ځانګړې توګه لویه څارونوالي ناغېړي کوي. نوموړی وايي:« څو میاشتې وړاندې د خبریالانو د تاوتریخوالي پر وړاندې ثبت شوې ۴۲۷ دوسیې لوی څارونوالۍ ته وسپارل شوې چې باید تعقیب شي؛ خو بد بختانه چې په دې اړه تر اوسه هیڅ اقدام ندی شوی، یواځې د ګوتو په شمير دوسیې په معمولي ډول څېړل شوې دي.»

له نن څخه ۹ کاله وړاندې د بي بي سي راډیو  او پژواک سیمه‌یز خبریال عبدالصمد روحاني د نامعلومو کسانو له لوري لومړی وتښتول او بیا شهید کړل شو، همدارنګه نور احمد نوري هم  په لښکرګاه کې د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول شهید شو، او د تير ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر هم دلښکرګاه په اړوند دویمه ناحیه کې د سړک غاړ ماین ښکار او شهید شو.

 کابل پریس کلب یوځل بیا پر امنیتي ادارو غږ کوي چې نه یواځې د عبدالصمد روحاني بلکې د افغانستان د ټولو خبریالانو پروړاندې د هر ډول ثبت شویو دوسیو د څیړلو بهیر دې جدي ونیسي.

همدارنګه کابل پریس کلب د افغانستان له جهمور رییس څخه غوښتنه کوي چې امنیتي ادارو ته جدي امر وکړي چې د خبریالانو پرواندې خپل چلند سم او مسلکي کړي.