کور / تازه خبرونه / طالبان وايي په اچين ولسوالي کي يې ۴ بهرني پوځيان وژلي دي

طالبان وايي په اچين ولسوالي کي يې ۴ بهرني پوځيان وژلي دي

طالبان وايي په ننګرهار کې يې نفوذي کس ۴ امریکايي پوځيان عسکر ووژل.
ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل د منصوري عملیاتو په جریان کې نن ماسپښین د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په لته بند سیمه کې د دوی یوتن نفوذي مجاهد چې د کابل ادارې د عسکرو په لیکوکې يې ځای نیولی و په هغو امریکايي عسکرو برید وکړ چې په سیمه کې د افغان عسکرو د حمايې لپاره موجود ول.
مجاهد ادعا کوي چي له برید سره سم ۴ تنه امریکايي عسکر ځای پرځای ووژل شول او یو شمیر نور ټپيان شول.
نوموړی وايي دغه نفوذي مجاهد په سیمه کې د نورو افغان عسکرو لخوا په ډزو وويشتل شو.

د يادوني وړ ده چي افغان حکومت يا بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.