کور / تازه خبرونه / زابل او ارزګان کښي دکانکور ازموینه واخیستل سول

زابل او ارزګان کښي دکانکور ازموینه واخیستل سول

په دې مراسمو کې دزابل والي سربېره دپوهنې رئیس او دکابل څخه پلاوي برخه درلوده.
دزابل دپوهنې رئیس رحیم الله لودین وویل چې سږ کال دکانکور ازموینې لپاره ۳۱۷کسانو نوم لیکنه کړې ده، چې شل تنې یې ښځي دي دنوموړي په خبره دسږکال په کانکور کې دزابل پوهنتون څخه هم د ښوونې او روزنې پوهنځی اضافه سوی او هرڅوک کولای سي چې زابل کې دښوونې اوروزنې په برخه کې لوړې زده کړي ترسره کړي.
دلودین په خبره ازموینه لس بجې پیل سوه او او تر ۱۲بجې او ۴۰ دقیقو به دوام ورکړي هغه وویل دازموینې پروسه شفافه او رڼه ده 
لودین وویل، چې دوی سږ کال ۴۲۰تنه د دولسم ټولګۍ فارغین درلودل او له هغه جملې څخه یې ۳۱۷ کسانو دکانکور لپاره ګډون کړی چې نن ترې ازموینه واخیستل سوه.

 

Image may contain: 1 person, standing

 

همداراز د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ۱۳۹۵ کال لپاره د کانکور ازموینه واخیستل سوه، چې پکې د (۶۱) انجونو په ګډون (۶۸۵) تنو برخه اخیستي وه.
 ارزګان ته د کانکور د پلاوي مشر سید روضت الله "مجید" په خپلو خبرو کې وویل چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د کانکور ازموینه ډیره شفافه او د ګډونوالو لپاره پکې ډیري اسانتیاوي په پام کې نیول سوي وي.
د ارزګان والي  محمد نذیر خروټی د یادي ازمویني له شفافیت نه رضایت وښود او ډاډ یې څرګند کړ چې د نورو کلونو په څیر به د سږ کال په کانکور کې حق تلفي نه کیږي.
 د یادونی ده چې سږ کال د کانکور ټول ګډونوال د بایومټریک د سیسټم تر پوښښ لاندي راغلي چې په دې کار سره یې د هغو کسانو مخه نیولي کوم چې د بل شخص په ځای به یې ازموینه ورکوله.