بېلوونکې کرښه ـ منظوم نکل

احمد ولي اڅکزی | جولای 30th, 2017


 رشتيا کيسه ده پيښه سوې په بهار کي
په ښکلې کوټه ښکلي بڼ غوندي دې ښار کي
په يو محفل کي راټول سوي مېلمانه ول
دوی ښکلي خلک، مهربان، دوی پښتانه ول
په مشرانو کي حاضر يو لوی قاضي ؤ
دی له خپل ژونده له خپل کاره ښه راضي ؤ
دی لومړی کس ؤ د خپل قوم له خپلې سيمي
چي مقرر ؤ پر دې دندې لو مهمې
په زړه کي درد د خپل ولس ورسره مل ؤ
دی و مظلوم لره کومک دُښمن د غل ؤ
له کندهاره هم راغلی يو ښه ځوان ؤ
له مېلمنو څخه مېلمه پر دې سترخوان ؤ
کله چي پوه سو چي قاضي سړی دانا دی
څښتن د علم د لوی بهر له غنا دی
ويل پوښتنه مي په زړه کي له زیات وخته
داسي راشنه ده لکه پراخه لويه درخته
که اجازه وي زه به وکړم دا پوښتنه
په احترام يې د جواب کوم غوښتنه
نصرالله خان چي کاکوزی د پاکستان ؤ
ده اجازه ورکړه مېلمه ته چي افغان ؤ
مېلمه ويل موږ یو ډيورنډ سره ويشلي
د يو ټبر خلک دې کرښي يو پاشلي
دغه پرهار، زخم ناسور کله رغيږي؟
ويشلی قوم به کله بيا سره يو کيږي؟
کله به پاکه سي دا کرښه بېلوونکې؟
کله به پای مومي خپسکه بېروونکې؟
قاضي ويل: خبره واوره زما وروره
ته علم خپل کړه پوهه خپله کړه بیا ګوره
که کرښه وي که کرښه نه وي ته به جوړ سې
له مرګه پاته به ولس په عزت زوړ سې
ته به مالک، ته به څښتن د لر او بر يې
ته به خپلواک، ته به لارښود د بحر و بر يې
که کرښي نه وي خو بې علمه يو ټبر وي
تل به هوار بيا هم د غم پر لوی ټغر وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جولای ۲۹مه نېټه، بون

د ليکوال د نورو منظومو نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
________________________________

د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه

Copyright Larawbar 2007-2024