کور / هراړخیز / د کارموندني اعلان – طنز

د کارموندني اعلان – طنز

 

دافغان کندهاري لیکنه

دوظیفی یاپوست نوم:​​دولسي جرګي وکیل 

دکارځای :   ​​​ولسي جرګه ، دارالامان کابل

تعلیم :​​​​پنځم جومات ،کورنی زده کړی او حتی که الفبا وپیژني هم چانس لری

کاری تجربه اوشرایط:

• درخواست کوونکی باید شتمن سړی وي ، حداقل په شیرچور ، وزیرافغان مینه ،ښارنو او یا لویو ښارونو کی څو مجلل کورونه ولری . او ۳-۴ لوکس نوی مودل موتران او دوه دری مارکیټه ولری . دټوپک والاؤ یو ګروپ ولري .

• دتوپک سالارۍ سابقه ډیر رول لری .

• هغو درخواست ورکونکو ته اولیت ورکول کیږي  .که چیري دقتل اودخلکو دتښتولو دوسیه ولري اویا دغلا په پیښه کي شک پرسوی وي  اویا لږ ترلږه یی څو ترافیکی حادثي کړی وي څو بیچاره ترافیکان اویا پولیسان  یی وهلي اوټکولي وي.

• په فساد اورشوت باندي متهم کسانو سره خواخوږي کیږي .

• که کوم کس سړک  بند کړی وي اویا دالوتکی پرمخ یی ځغاست لیکه (رن وي ) بنده کړی وي ،ستونزه نه سته دولسي جرګی غړي داډول کړني معمولا ترسره کوی اوڅوک یی مخه نه سي نیولای ،ځکه چه دولسي جرګي غړی دقانون څخه مافوق دي اوعدلي اوقضايی مصؤنیت لري ، حتی دولسمشر وس نه په رسیږي ،وزیران خوغوړه مالي ورته کوی او حتي دوزارت مخي ته ورته راوزی.

• زامن اولوڼي یی په واسطه د زده کړو لپاره و اروپا اوامریکا ته استولي وي .

دپورته شرایطو درلونکي زور واکان دي خپله لنډه سي وي د ټاکنو دمعاملاتو درهنما ودفتر ته راواستوی اوکه چیري سي وي نلري نو دخپلی تذکري کافي دي راواستوی او دانترویو لپاره دي په هغه ورځ مراجعه وکړی چه دده خوښه وي . موږ دټاکنو دمعا ملاتو اورهنما ددفترغړی اوس لا دعاوی ورته کوو او کامیابي معلومداره ددوی په برخه ده . دا نور وګړی چه پورته شرایط نلري باید خپل وخت اوزموږ وخت ضایع نه کړي او دیوه مناسب کار په لټه کي سي .