کور / تازه خبرونه / د پښتو تر ټولو لوی قاموس چاپ سو

د پښتو تر ټولو لوی قاموس چاپ سو

 د هالنډي فلامي پښتو لومړی قاموس له چاپ څخه راووت. دغه قاموس چي انجينير ميرويس رشيد مسکين صاحب او ما عاجز احمدولي اڅکزي په ګډه ليکلی، دوه کال تر مخه لا پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سوی ؤ.

د دغه قاموس چاپ سوې بڼه ۱۶۳۹ مخه لري او په حجم او متن کي تر نورو ټولو مخکنيو پښتو قاموسونو لکه درياب او تشريحي قاموس ستر دی. د دغه ستروالي لامل دا دی چي په دغه قاموس کي نه يوازي د هالنډي لغتونو پښتو معناوي راغلي، بلکه په زياتو مواردو کي تشريحات او د پوهنغونډ په څېر اوږدې معلوماتي مقالې هم ورسره اضافه سوي دي. په آئنده کي اراده لرو چي انشالله د دغه قاموس يوه وړه او جيبي بڼه هم چمتو کړو، په کومه کښي چي تشريحات نه وي، بلکه صرف معناوي وي.انجينير ميرويس رشيد صاحب

په ټوليزه توګه په دغه قاموس کي تر ۱۶۰۰۰ څخه زيات هالنډي او فلامي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي.

که د دغه قاموس د ځانګړتياؤ په تړاو نور معلومات غواړئ نو لطفا لاندني لينک ته مراجعه وکړئ. د لاندني لينک معلومات مي دوه کاله تر مخه د دغه قاموس د آنلاين کولو پر وخت خپاره کړي ول.

http://bit.ly/1NOYQyP

دغه تازه چاپ سوی قاموس د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه په وړيا توګه د آنلاين قاموس په توګه هم کارولای سئ. د قاموسونه ټکی کام د ځانګړو موبايل اپليکېشنونو په مرسته هم په دغه قاموس کي په آنلاين توګه لټون کيدلای سي.

دا چي دغه قاموس ډېر لوی دی او وزن يې هم ډېر زيات دی، نو ښايي د عام استعمال له پاره تر اندازې ډېر لوی او هم ډېر په بعيه ګران وي. له همدې کبله موږ دغه قاموس چاپ ته چمتو کړ، خو په امتحاني توګه مو په لږ شمېر کي هغه چاپ کړ. دا چي دغه قاموس څوک څنګه په لاس راوړلای سي او قيمت به يې څو وي، په هکله يې معلومات انشالله په آئنده کي پر قاموسونه ټکی کام پاڼه موندلای سئ.
هيله ده چي دغه قاموس د هالنډي فلامي او پښتو مينه والو د قاموس بنسټيزه تنده ورماته کړي. لطفا انجينير صاحب ميرويس رشيد مسکين او ما احمدولي اڅکزي او زموږ مور او پلار ته د خير دعا وکړئ.

احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

د ۲۰۱۷ کال د اګست ۱۱مه نېټه، بون

************************************

Apparently for the first time the "Dutch Flemish To Pashto Dictionary" is printed including about 16000 Dutch Flemish words translated with extended or detailed explanations into the Pashto Langauge. 
The works on this mentioned dictionary are performed intentionally infinitely many true thanks to The Infinitely Very Much Worthy And Very Honorable And Very Dear Sir Mister Engineer Ahmad Wali Jaan Achakzai Sahib with Whom I got the honor of cooperation. 
And intentionally infinitely many true thanks and genuine gratitudes for the Attentions to these messages. With sincere high regards

نخستين کتاب ِ فرهنگِ کلمه ها وَ يا قاموسِ زبانِ هالندي (هـــُـــلـــَـــندي) و فلامي به زبانِ پشتو ، با چيزی بيشتر أز شانزده هزار کلمه هاي هالندي (هـــُـــلـــَـــندي) و فلامي و همراهِ توضيح هاي کلمه ها با جـــُــــزئيات به زبانِ پشتو ، چاپ شد . زبانِ فلامي يکي أز زبان هاي رَسميّ مناطقِ شماليّ کـــِـــشوَرِ بـــِـــلژيک هست که زبانِ فلامي تا حـــَـــدِ زيادی شـــَـــبيه و هــَـــمسان به زبانِ هالندي و يا هـــُـــلـــَـــندي هست با برخی أز تغييرهايی تا حدی قابلِ مقايسه با تغييرهايی ميانِ زبانِ فارسي و يا پارسيّ اِيراني و زبانِ دَري فارسي وَ يا پارسيّ أفغانستان . 
با سپاس هاي بيکـــَـــران و فراوان و بی فـــَـــرجام به حضورِ عاليقدرِ آقاي مهندس اِنجينير أحمد ولي جان أچکزی صاحب ِ أرج هاي والا و بـــُـــلـــَـــند که با حضورِ عاليقدرِ اِيشان منِ ناچيز وَ خاکـــْـــسار بنده شـــِـــرَفِ همکاري را دَريافت نمودَم . 
براي توجه ها به اِين پیام بيحد زیاد سپاس ها و بی أندازه زیاد تشکرها مينمايم . با اِحترام ها و همراهِ أرج هاي راستين 
…………………………

دِ هالنډي فلامي پښتو ژبې ته قاموس ، دِ څـــِـــه دِ پاسه شپاړلـــَـــس زَره هالنډي أو فلامي کـــَـــلـــِـــمو يا وَيونو يا وَيانو أو د هالنډي أو فلامي د کـــَـــلـــِـــمو يا د وَيونو يا د وَيانو ، پښتو ژِبې ته د جـــُـــزئیات لرونکو تـــَـــوضيح ګانو يا د بـــَـــرخـېــتـيـاوې والو جـــَـــوَتـــَـــوِنو ســـَـــره ، ظاهراً أو په اِېساند ډَول د لومړينۍ پلا لپاره د کتاب په بڼه چاپ شو . فلامي ژِبه هالنډي ژِبې ته يو څه ډېره وَرته ژِبه ده چې د بـــِـــلجـيـــَـــم يا د بـــِـــلژيک د هېواد په شمالي سيمو کښې کارَوِله کيږي . 
بېحد ډېر قدرمن أو عاليقدر محترم ښاغلي اِنجينير أحمد وَلي جان أڅکزي صاحب أو د لوَړو درَناوِيو خاوَند ته بېحد ډېرې زیادې مننې أو بې أندازې ډېر زیاد تشکرونه کـــَـــوُم چې ما ناچيز أو خاورېساري ته يې د دې قاموس په کار کښې د همکارۍ کړنې شـــِـــرَف يې راوُباخښـــِـــه . دې پيام ته د پاملـــَـــرِنو لپاره بېحد ډېرې زیادې مننې أو بې أندازې ډېر زیاد تشکرونه کـــَـــوُم . په رِښتينو درَناوِیو أو په صـــِـــداقـــَـــتمـــَـــندو اِحترامونو

ميرويس رشيد مسکين

_______________________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه