کور / شعر / وطن او آزادي

وطن او آزادي

روح ژوندون دی تر هغو چی وي په تن کي

که تن مړ سي، روح نو څه دی په بدن کي

وطن تن دی آزادي یی روح ده ګوره    

استقلال سي بی معنی په نه وطن کي

زړه ژوندی دی په قالب کي د کوګل    

که کوګل نه وي زړه ګوره په مدفن کي

ډیر قومونه دي دنیا کي بی هویته      

درناوی وي د هریو چا پخپل مأمن کي

خپل وطن ګوره عزت او پاچهي ده     

د هرچا وي پت خوندي پخپل مسکن کي

آزادي‌ هم د وطن روح ده بی شکه     

که دا نه وي نشاط نسـته ها ګلشن کي

غلامي ده ستر توهین، ذلت د پږي

مرګئ ښه دی تر پردو رسۍ ګردن کي

خپلواکي او خاوره دوه لازم ملزوم دي

آزادي ‌دي په وطن، روح دي په تن کي

پیژانده سي په مجنون د لیلا حسن    

لیلا هم مشهور مجنون کړ هر وطن کي

خپل وطن او خپل اختیار لیلا مجنون دي

که یو مري، ها بل به هم وي په کفن کي

فاروق أعظم