کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروال: سږ کال مو ۸۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد اټکل کړي دي

کندهار ښاروال: سږ کال مو ۸۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد اټکل کړي دي

کندهار والي زلمي ويسا نن سهار د کندهار ښار په ميرويس مېنه کي د ۳۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۴ کيلومتره سړک د رغولو چاري رسماً افتتاح کړې.

کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل نن سهار په ولايت مقام کي د ښاروالۍ د تېرو فعاليتونو او راتلونکي کال د پلانونو په اړه مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. په کنفرانس کي د هغه مرستيال محمد نسيم رضايي او وياند زمري څرګند هم ګډون درلود. 

کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل وویل چي ښاروالۍ تېر کال ۵۱۰ میلیونه افغانۍ عواید درلودل، خو سږکال یې د عوایدو د لاس ته راوړلو رقمي هدف ۸۰۰ میلیونه افغانۍ ټاکلی چي تر دې دمه یې ۳۵۰ ميلیونه افغانی لاس ته راوړي دي او له دغو ۳۵۰ میلیونه افغانیو څخه یې ۳۲۰ ميلیونه افغانۍ بېرته ښاریانو ته د خدماتو په وړاندي کولو لګولي دي. کندهار ښاروال زیاته کړه چي ښاروالۍ په کوم بودیجوي ارګان پسي تړلي نه دي، په خپلواک ډول خپل عواید لاس ته راوړي او بېرته یې د خدماتو په وړاندي کولو سره لګوي.

ښاغلي ولسمل زیاته کړه سږکال توانېدلي چي له اروپايي ټولني څخه د کندهار ښار لپاره ۱،۸ ميلیونه ډالر مرسته جلب کړي چي یاده مرسته به د زرغون ښار تر پروګرام لاندي مصرفيږي؛ له هغو څخه به یو میلیون ډالر د ظاهرشاهي کانال، زرغونه کمربند، تیمورشاهي پارک او د یو شمېر نورو پروژو په ساختماني چارو او باقي د تنظیف او کارموندنو په برخو کي ولګیږي. هغه وویل چي د ولسي تړون د پروسې رهبري هم د کندهار ښاروالۍ په لاس کې ده او په نژدې راتلونکي کي به د یادي پروسې اړوند د کندهار ښار په لسمه او نهمه ناحیو کي د ۲۱ ساختماني پروژو د پلي کولو چاري پیل سي. کندهار ښاروال د CIP او څو نورو پروګرامونو یادونه هم وکړه چي د نړیوال بانک او یو شمېر نورو ډونرانو له خوا تمویلیږي او په کندهار ښار کي به پراختیایي او انکشافي پروګرامونه پلي کړي.

کندهار ښاروال د خپلو راتلونکو پروګرامونو په هکله وویل چي د صفايي د محصول د تحویلولو او املاکو د ثبتولو نوي عصري او پرمختللي سیسټم د په کار اچولو هڅه کوي. دا مهال د کندهار یوازي په بولدک، دامان، پنجوايي، ارغنداب، ژړۍ او خاکرېز ولسوالیو کي ښاروالۍ فعالي دي؛ هڅه به وکړي چي راتلونکی کال تر تخته پل، ارغستان او نورو ولسوالیو پوري هم د ښارواليو فعالیت وغځول سي، د ښار په اطرفو کې د میرویس مېني او کوتل مرچې په ساحه کي د اقتصادي رونق د پیدا کولو لپاره یو شمېر پراختیایي او عمراني پروژې پلي کوي، د چوڼۍ په ساحه کي به د یوه ښځینه مارکېټ جوړولو کار پیل سي، په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کي به ۴۰ جریبه ځمکه زرغونه سي، د شاولیکوټ او رزوګان اډې دوکانونه به ورغول سي، د کندهار ښار څو پراخ څلورلاري، چي د ټرافیکي ټکرونو ګراف یې لوړ دی؛ د ټرافیکي ټکرونو د مخنیوي لپاره به په اساسي ډول ورغول سي، چي د یو شمېر څلورلارو د رغولو چاري پر ختمېدو دي، راتلونکي میاشت کې به د ښاروالۍ د مشورتي شورا ټاکني هم وسي.

ښاغلي ولسمل دا راز وویل چي د ښاروالۍ ټول رسمي بستونه ډک دي او دامهال نژدې ۱۰۲۰ کارکوونکي لري. نوموړي وویل محصلین هم کولای سي چي د شهر پروګرام په چوکاټ کي د انټرنشیپ دوره په ښاروالۍ کي تېره کړي.

ښاغلي ولسمل له ښاروالۍ سره د خلکو د مرستي او همکارۍ په هکله وویل چي د صفایي د محصول د تحویلولو او د املاکو  استملاک په برخه کې ورسره خلک پوره همکاري نه کوي. ښاروال زیاته کړه هغه کسان چي ملکیتونه یې استملاک کیږي؛ د بدیل اخیستلو خورا زیات او تر وخت مخکي توقعات لري، چي دا عمل یې هم ښاروالۍ او هم ښاریانو ته سرخوږی جوړ کړی دی.