کور / هراړخیز / زموږ نوښتونه رنګ راوړي

زموږ نوښتونه رنګ راوړي

 

ليک: سلمان سليم

له نن څخه کابو اوه مياشتې وړاندې د يوې غونډې برخه وال وم. دا غونډه په لغمان ولايت مقام کې جوړه شوې وه. دلته ولسي خلک راټول وو.  د ولايت مقام د اسلا دفتر مامورينو راته ويل چې موږ د والي صيب په رهبرۍ دا پروګرام د دې لپاره جوړ کړی چې د لغمان ولايت د ټولو ولسواليو او مرکز له ولسونو څخه د دوی لومړيتوبونه واخلو او کومې پروژې چې دوی غواړي ورته يې عملي کوو.

دا غونده د لغمان ولايت لپاره د ۱۳۹۷ مالي انکشافي پلان جوړونې په موخه جوړه شوې وه. دلته د لغمان ولايت مرکز او پنځه ګونو ولسواليو قومي مشران، ځوانان، علما، ژورنالستان او مدني فعالان راغلي وو.  ټولو له يو بل سره له نږدې کار وکړ. د مرکز او پنځه ګونو ولسواليو استازو په داسې يو پروګرام کار وکړ چې د خپلې سيمې لومړيتوب معلوم کړي او کومې پروژې چې دوی ته مهمې دي بايد دولت ته يې وړاندې کړي. 

د هرې سیمې اوسېدونکي سره کېناستل د خپلې سيمې لپاره يې اړينې پروژې وټاکلې او د ولايت محترم مقام په اختیار کې يې ورکړې. باور وکئ ما دومره نه ګڼله چې دا پروژې به حکومت اخلي او بيا به يې مرکز ته رسوي او له هغه ځايه به يې بوديجه لغمان ولايت ته انتقالوي. موږ په هغه غونډه کې ټولې يو پنځوس ټولګټې پروژې وړانديز کړې او دولت ته مو په اختيار کې ورکړې. دا نو د لغمان د هرې سيمې پروژې وې چې فکر کوم د يوې لرې پرتې ولسوالۍ لومړيتوب به هم له پامه نه وي غورځول شوی.

دا خبره همغلته پاتې شوه. ما ویل خو دا پروژې به دوی له ځانه سره ساتي او شايد په کراره يې مرکز ته ورسوي، که هغوی منظور کړې هغه ده، کنه دوی خو پرې خپل پروګرام تر سره کړ. خو زه له دې نه وم خبر چې د لغمان والي دومره شله سړی دی چې کله يې په کوم کار پسې راواخيسته، ولاکه يې تر هغې پرېږدي چې تر سره کړی يې نه وي. نن چې د هغه د فيسبوک خبر ولوست يو دم هماغې غوندې ته ولاړم.

و لا چې د لغمان والي، هڅې، نوښت او ابتکار مې ومنه. تېر کال يې د خپل نوښت او ابتکار پر مټ د لغمان لپاره د څلورو رياستونو په چوکاټ کې د څو پروژو بوديجه مستقيمه لغمان ته انتقال کړه او دا ځل يې نو دا دی د لسو رياستونو لپاره د يودېرشو لپاره د بوديجې په انتقال پسې راخيستې ده. اوس مې د ده پر وال وکتل چې د لسو رياستونو په چوکاټ کې يې د يو دېرشو پروژو د بوديجې د انتقال په موخه اړوند رياستونو ته لارښوونه کړې ده. دا يو دېرش پروژې د هغو يو پنځوسو له جملې څخه دي چې ولس خپل حکومت ته وړانديز کړې وې.

دا ټولې داسې پروژې دي چې د سمې خلکو ته له بل هر څه ډېر ارزښت لري؛ ځکه د دوی ژوند ورسره تړلی دی. په زړه پورې خو لا داده چې د دغو پروژو د تطبيق لپاره به له مرکزي حکومته ولايت ته بوديجه په واک کې ورکول کېږي او ټولې تدارکاتي چارې به يې همدلته په ولايت کې تر سره کېږي. اوس نو موږ له دې احتياجه خلاص يو چې مرکزي حکومت ته د هرې پروژې په اړه جلا جلا وړانديز وکړو.

اوس نو دا دی د لغمان والي په نوښت او ابتکار دا دی دا يو دېرش پروژې مرکز ته د منظورۍ په موخه ورواستول شوې چې د له منظورۍ وروسته به يې ټوله بوديجه د ولايت په واک کې ورکول کېږي او له همدې ځايه به په مصرف رسېږي. د لغمان والي پر صداقت، پاک نفسۍ او هڅو مې باور نور هم ډېر شو. ما ويل خدای دې ورته نور هم توفيق ورکړي چې د لغمان د ابادۍ لپاره نورې منډې هم ووهي.