کور / شعر / غزل

غزل

دځيګرخون په معنا څه په پوهېږې

ددې مضمون په معني څه پوهېږې

 

تاانتظار انتظار نه دی کړی

ددې لټون په معني څه پوهېږې

 

ترسروي تېرخووعده نه ماتوي

ته دپښتون په معنا څه پوهيږې

 

دعشق لړم پرزړه وهلی نه یې

دزړه راکښتون په معنا څه پوهيږې

 

يون دې دذهن په پښوکړی نه دی

دافلاطون په معنا څه پوهيږې

 

پښتون بيلتون خوپښتون لاټينګوي

ددې بیلتون په معنا څه پوهېږې

 

تانه دين لوستی نه عصری علوم دي

دپوهنتون په معنا څه پوهيږې

 

چي امن امن عمري نه وي خپور

بيا دژوندون په معنا څه پوهيږې