کور / تازه خبرونه / د هند د امنيتي چارو سلاکار: ISI بايد له منځه ويوړل شي

د هند د امنيتي چارو سلاکار: ISI بايد له منځه ويوړل شي

هند په پاکستان تور لګولی چې د دې هيواد استخباراتي ادارې (آيي، ايس، آیي)  په افغانستان کې د هند په سفارت باندې  د تېرې اونۍ په بريد کې لاس درلود.  


پرون د هندوستان دملي  امنيتي چارو  سلاکار ايم کی ناراين په دهلي کې خبريالانو ته وويل چې دوئ سره پاخه ثبوتونه شته  چې پاکستان په دغه بريد کې ښکيل وو. په دغه بريد کې چې  د يوه ځان مرګي له خوا په کابل کې د جولايي په ۷ مه نېټه د هند په سفارت تر سره شو د دوو لوړ پوړو هندي چارواکو په ګډون  ۴۰ تنه مړه او ۱۴۱ تنه نور ټپيان شول.


له دې وړاندې افغان حکومت هم ورته تورونه لګولي وو خو د پاکستان د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي چې دا مهال د امريکا په دوره دی، نن  په نيويارک کې خبريالانو ته وويل چې په افغانستان کې د امنيت په خرابۍ کې پاکستان هيڅ لاس نه لري.


د بي بي سي اردو په وينا ناراين د هندي رسنيوو سره په يوه ناسته کې د پاکستان په خلاف سخته ژبه وکاروله او وي ويل. ((مونږ څو ځله ويلي چې آيي، ايس، آيي بايد له منځه ويوړل شي.))


له بلې خوا هندي چارواکو تېره اونۍ په جلال اباد کې  د هند په قونصلګرۍ دشوي بريد خبرونه بې بنسټه وبلل . د هندي استخباراتو يو چارواکي  د پريس ټرټسټ آف انډيا ته د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي  چې دغسي يو بريد کيدونکی وو خو مخه يې ونيول شوه.


دا خبر د جيو نيوز او څو نورو پاکستاني رسنيوو له خوا ورکړل شوی وو چې وروسته ټول افغان او لر او بر ډاټ کام هم نشر کړ. جيو نيوز د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې ويلي وو چې  په جلال اباد کې يې د هند په قونصلګرۍ بريد کړی او د دوو هندي چارواکو په ګډون يې  درې تنه افغان پوليس هم وژلي. په ټوليیزه توګه په  بريد کې  د شپږو تنو د مړينې او اته تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی وو. خبر د عيني شاهدانو له خولې زياته کړي وه چې  بريد د ريموټ کنټرول بم په وسيله ترسره شوی . دا خبر  د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال  عبدالغفور  هم ټول افغان سره په خبرو کې بې بنسټه بللی وو او په ژورناليستانو يې غږ کړی وو چې دا ډول بې بنسټه خبرونو له خپراوي ډډه وکړي.