کور / تازه خبرونه / دفدايې دکار په لومړي ورځ … څلور پوليس او يو طالب ووژل شوه

دفدايې دکار په لومړي ورځ … څلور پوليس او يو طالب ووژل شوه

دفدايې دکار په لومړي ورځ په وردګو کې څلورپوليسو او يوطالب ووژل شو


ميدان وردګو ته دنوي والي دورتګ په لومړي ورځ په دې ولايت کې په دوپيښو کې يوطالب اوڅلورپوليس مړه اوژوبل شول .


دميدان ودرګو امنيه قوماندان جنرال مظفرالدين وويل چې لومړۍ پېښه دنرخ ولسوالۍ ته نيږدې هغه مهال رامنځ ته شوه چې دپوليسو دګزمي پرموټرو يوماين وچاوديد اوپه ترڅ کې يې دوه پوليس مړه اودوه تنه ټپيان کړل .


هغه وويل چې موټر هم په دې پېشه کې لمنځه تللى دي .


خوپه سيمه کې عيني شاهدان او طالبان بيا وايې چې په دې پېښه کې ډير پوليس وژل شوي دي


ذبيح الله مجاهد وايې چې په چاودنه کې له څلورو ډيرپوليس وژل شوي اويوتن عيني شاهد دنوم دنښودلو په شرط وايې چې اوه تنه پوليس يې وليدل چې مړۀ اوژوبل شول


ددې ترڅنګ دسيداباد په ولسوالۍ کې دکمپاين په کاروان بريد شوي اويوموټر لمنځه وړل شوي دي


خو طالبان وايې چې څلور دکمپاين موټر يې سوځولي اودوه سرپ موټر اولس تنه عسکر يې وژلي دي


مجاهد وويل چې په دې جګړه کې ددوي يوطالب هم وژل شوي دي .
دغه ولايت په دې وروستيو کې دجګړو په يوه ډګر بدل شوي دي .


داپه داسي حال کې ده چې دمحمد حليم فدايې دکرزي لخوا دوردګو دوالي په توګه وټاګل شو اوتيره ورځ يې په دې ولايت کې خپل کار پيل کړ .


هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې په لومړيتوبونو کې به يې دامنيت ټينګښت وي په دې ولايت کښي .