کور / راپور / د ناټو عمومي سرمنشي او د امريکا دفاع وزير په ناڅاپي سفر کابل ته راغلل

د ناټو عمومي سرمنشي او د امريکا دفاع وزير په ناڅاپي سفر کابل ته راغلل

په يو ناڅاپي سفر کي د ناټو عمومي سرمنشي جېنز سټاټنبرګ او د امريکا دفاع وزير جنرال جيمز مټيس نن سهار کابل ته راروسېدل.

دوی په افغانستان کي د مېشتو امريکايي ځواکونو له قوماندان جنرال نيکولسن سره وليدل او ترڅنګ ئې د افغان چارواکو سره ګډ خبري کنفرانس درلود.

د ناټو عمومي سرمنشي په ګډ خبري کنفرانس کي وويل: ناټو له افغانستان څخه نه وځي او د افغان ځواکونو پوره ملاتړ کوي. نوموړي زياته کړه چې ناټو د افغان ځواکونو د روزني او هغوی ته د سلامشورې ورکولو لپاره د افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړه ده او پر طالبانو ئې ږغ وکړ چي جګړه نه سي ګټلای بايد د خبرو لپاره مېز ته راسي او د سولي لاره غوره کړي. نوموړي وويل ناټو پر خپلو کړو ژمنو ولاړه ده او له افغان حکومته مو تمه داده ترڅو دوی هم پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د امريکا دفاع وزير جنرال جېمز مټيس کنفرانس ته وويل: په سويلي اسيا کي بې ثباتي ټول هيوادونه ګواښي او له طالبانو ئې غوښتنه داوه چې خبرو ته کښېني او سياسي لاره خپله کړي.

ياد کنفرانس ته افغان ولسمشر اشرف غني هم وينا وکړه او وئې ويل: طالبان اوس دوې لاري لري، لومړۍ دا که غواړي د پرديو سياستونو لپاره وجنګيږي او د نړيوال تروريزم لپاره يو بستر جوړ کړي چې کمبله ئې مخ پر ټولېدو ده او بله دا لار چې د سولي او خبرو اترو له لاري د خپل هيواد په ابادولو کي ونډه واخلي او له جګړې لاس په سر سي. او زياته ئې کړه چي افغان ځواکونه غښتتلي کيږي، خو مهمه داده چي د وسلوالو سره بين الافغاني تفاهم رامنځ ته سي او د خبرو له لاري شخړه هواره سي.

اشرف غني دا هم وويل چې د پاکستان سره د دولت په کچه د سولي خبرو اترو ته تيار دی، دا ځکه چي په افغانستان کي سوله د هيچا په زيان نه ده برعکس په افغانستان کي ثبات د نورو هيوادونو په ګټه دی.

اشرف غني په قطر کي د طالبانو د دفتر د تړل کېدو اړوند د افغان حکومت د هلوځلو په هکله وويل: حالاتو ته په کتو به ئې پر وړاندي اقدام واخستل سي.