کور / تازه خبرونه / د امريکا ددفاع د وزير راتګ او پر هوايي ډګر برید

د امريکا ددفاع د وزير راتګ او پر هوايي ډګر برید

د امريکا دفاع وزير جنرال جيمز متيس نن افغانستان ته راورسېدی، جنرال متيس د سهيلي اسيا په سفر راوتلی دی چي لومړی پړاو ئې هند وو، متيس د هندي چارواکو سره د افغانستان اړوند خبري درلودې، په هند کي يوه خبری کنفرانس ته جنرال متيس وويل موږ په سيمه کي يو باثباته افغانستان غواړو او د ترهګرو پټنځايونه به له منځه يوسو.
د افغانستان اړوند د امريکا د پاليسۍ د اعلان وروسته دا د يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي لومړی سفر دی چي افغانستان ته ئې کوي. جنرال متيس به په افغانستان کي د امريکايي فوځيانو د قوماندان تر څنګ د نورو افغان چارواکو سره هم وويني او ګډ خبري کنفرانس به ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولي، د کابل هوایي ډګر ته څیرمه شاوخوا ۲۰ توغندي لګیدلي چي ۵ ملکیانو ته يې مرګژوبله اړولې، پړه يې ذبیح الله مجاهد پر غاړه اخیستې ده او وايي چي موخه يې د امریکا د دفاع وزیر وو.